قَالَ أَلَمْ ۷۵۷ طٰهٰ

قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى ﴿۱۲۳﴾ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ﴿۱۲۴﴾ قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنْتُ بَصِيرًا ﴿۱۲۵﴾ قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَى ﴿۱۲۶﴾ وَكَذَلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِآيَاتِ رَبِّهِ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى ﴿۱۲۷﴾

اوئیل اللّه تعالٰی کوز شئ ددی ځای نه ټول بعضی ستاسو دبعضو دشمنان به وی پس که چیری راغی تاسوته زما دطرف نه هدایت پس چاچه تابعداری اوکړه د هدایت ځما پس نه به بی لاری کیږی اونه به بدبخت کیږی ﴿۱۲۳﴾
اوچاچه مخ واړؤو دیاداشت ځمانه پس یقیناً هغه لره ژوند تنگ دی اوراپورته به کړو دی په ورځ دقیامت ړوند ﴿۱۲۴﴾
اوبه وائی ای ربه ولی راپورته کړو تا مالره ړوند او حال داچه زه ووم لیدونکی ﴿۱۲۵﴾
اوبه وائی اللّه تعالٰی دغسی راغلی ؤو تاته آیانونه ځمونږ نوهیرکړه تا هغی لره او دارنگ به نن ته هیرکړی شی ﴿۱۲۶﴾
اودغسی سزا ورکؤو مونږ هغه چاته چه دحد نه تیرشوی دی (په شرک کولوسره) اوایمان ئی نه دی راوړی په آیاتونو درب خپل اوخامخا عذاب دآخرت ډیرسخت دی او همیشه دی ﴿۱۲۷﴾

[۱۲۳] غوره داده چه خطاب په دی آیت کښی آدم علیه السلام او ابلیس دواړوته دی او حواء تابع د آدم علیه السلام ده ځکه چه روستو جمله ددی دلیل دی -
فائده: سورة اعراف کښی اول اهبط ذکرشوی وؤ دپاره دابلیس اوهغه دهبوط نه مخکښی وسوسه اوکړه بیا اللّه تعالٰی دواړه مخاطب کړل په دی آیت کښی اوکوم ځآی چه جمع ذکرکړی ده هغه ددی وجی نه چه حواء علیها السلام په کښی داخل ده اوعبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهم نه روایت دی چه دا آیت د فمن تبع نه قرآن والا ته هم شامل دی ځکه چه هدی کښی ټول رسولان اودهغوی کتابونه داخل دی - فرمائیلی دی چاچه قرآن اولوستلواوتابعداری ئی اوکړه دهغی نو بچ به شی دگمراهئ نه په دنیا کښی اودبدبختئ نه په آخرت کښی -
[۱۲۵،۱۲۴] په دی آیت کښی تخویف دی اود ذِکرِنه مراد کتاب اللّه اودین حق او سنت د رسول اللّٰه ﷺ دی لکه دیته اشاره کړی ده تفسیر القرطبی - اود تنگ ژوند نه مراد ددنیا ژوند دی یا عذاب قبردی اودا روستو زوایت کړی شوی دی دابوسعید خدری او عبداللّه بن مسعود او ابوهریرة رضی اللّه عنه نه اوپه لفظ د معیشة کښی اشاره ده سامان دخوراک څکاک اومزی ددنیا به وی لیکن زړه به ئی تنگ وی په پریشانی او غمونو سره اوقبربه ئی هم تنگ وی - اود ړوند نه مراد بی دلیله سړی او دبصیر نه مراد خاوند ددلیل دی په خپل گمان سره یعنی اگرچه په دنیا کښی باطل دلیلونه ئی پیش کول لیکن په ورځ دقیامت هغه هم نه شی پیش کولی لکه چه ذکرشوی سورة قصص آیت نمبر (۲۶) کښی اوسورة اسراء آیت نمیر (۷۲) کښی اویا مراد دړوند نه حقیقتاً ړوند دی لکه سورة اسراء‌ آیت (۹۷) کښی لیکن دا ړوندوالی په یوخاص حالت کښی به وی نه به وی همیشه لکه سورة ق آیت (۲۲) کښی -
[۱۲۶] په دی آیت کښی ذکرکړی دی سبب دتیرشوی عذاب اومراد دنسیان نه ترک دی (پریخودل قصداً) -
[۱۲۷] په دی آیت کښی ذکر دتعمیم دعذاب دی هرمشرک ته ځکه چه مراد داسراف نه شرک کول دی - (وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى) نه مراد دادی چه عذاب دآخرت ډیرسخت دی په نسبت دعذاب ددنیا اودعذاب دقبرنه اوهمیشه باقی دی ځکه چه عذاب ددنیا اوقبرهمیشه نه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>