قَالَ أَلَمْ ۷۳۳ طٰهٰ

وَإِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى ﴿۷﴾ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى ﴿۸﴾ وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى ﴿۹﴾ إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى ﴿۱۰﴾

اوکه ته ښکاره ویناکوی نویقیناً اللّه تعالٰی پوهیږی په پټه اوپه ډیر پټه ﴿۷﴾
اللّه دی نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه خاص هغه لره دی نومونه ښائسته ﴿۸﴾
اوآیا (یقیناً) راغلی دی تاته خبرد موسیٰ علیه السلام ﴿۹﴾
کله چه اولیدلو اور نو وی وئیل کوروالوته حصارشئ یقیناً‌ ما لیدلی دی اور کیدی شی چه راوړم تاسوته دهغی نه لیت (شغله) یابه امومم داورپه خواکښی لارخودونکی ﴿۱۰﴾

[۷] دا څلورم دلیل دی اومراد ترینه احاطه دعلم د اللّه تعالٰی ده په پټ او ښکاره باندی (السِّرَّ) نه مراد پټه خبره کول دی دیوراز دار سره او (أَخْفَى) نه مراد دادی چه‌ په زړه کښی ئی پټ اوساتی -
[۸] دادعویٰ دتوحید ده اوورسره پنځم دلیل دی (الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى) هغه دی چه اللّه تعالٰی ځان دپاره په منزّلو کتابونو خپلوکښی بیان کړی دی یا انبیاء علیهم السلام د اللّه تعالٰی دپاره ثابت کړی دی او حُسنیٰ ځکه دی چه په کمال دلالت کوی اوشریک پکښی نشی کیدلی اوقدیم او همیشه دی اوپه نقل دوحی باندی بنادی او اللّه تعالٰی په هغی کښی مخلوق ته محتاج نه دی -
[۹] ددی آیت تفصیل دقصی د موسیٰ علیه السلام شروع کیږی - اولوی مقصد په کښی شجاعت او بهاری ورکول دی په تیرولو د مصیبتونو ددعوت سره په شان موسیٰ علیه السلام او دساحرانو روستو د ایمان راوړلونه اوپه دی واقعه ددی سورة کښی شپږ مقامات دی اول مقام ددی آیت نه شروع دی تر (۲۴) پوری په دی کښی ذکر دی حال دواپسئ د موسیٰ علیه السلام دمدین نه مصرته اوسپارل درسالت دی هغه ته په توحید سره اودوه حکمونه دپاره د تکمیل دتوحید او اخبار دقیامت دی او تثبّت او تشجیع ده او ذکرد دوو معجزاتو د موسیٰ علیه السلام دی (وَهَلْ أَتَاكَ) په دی سره مقصد تنبیه ده -
[۱۰] اورئی ورته په اعتبار دگمان د موسیٰ علیه السلام اوویل اود سورة نمل اوقصص نه معلومیږی چه مقصد ئی دقبص نه گرموالی حاصلول وؤ اولار ترینه ورکه شوی وه ددی وجی دهادی ذکرئی اوکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>