قَالَ أَلَمْ ۷۳۴ طٰهٰ

فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَى ﴿۱۱﴾ إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى ﴿۱۲﴾ وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى ﴿۱۳﴾ إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي ﴿۱۴﴾ إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى ﴿۱۵﴾ فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى ﴿۱۶﴾

پس هرکله چه راغی هغه ته آواز ورکړی شو ای موسیٰ ﴿۱۱﴾
یقیناً زه رب ستا یم اوباسه کیړئ‌ خپلی یقیناً ته په لمن د غرکښی ئي چه پاکه ده نوم ئی طوٰی دی ﴿۱۲﴾
اوماته غوره کړی ئی نوغوږ کیده هغی ته چه تاته ئی وحی کیدی شی ﴿۱۳﴾
یقیناً زه اللّه یم نیشته حق دار دبندگئ سیوا زمانه نوبندگی خاص کوه مالره اوپابندی دمانځه کوه دپاره دیاداشت ځما ﴿۱۴﴾
یقیناً قیامت راتلونکی دی غواړم چه پټ ئی اوساتم دپاره ددی چه بدله ورکړی شی هرنفس ته دهغه عمل چه ده کړی وی ﴿۱۵﴾
نووادی ړوی تالره ددی نه هغه څوک چه ایمان نه راوړی په دی باندی اوتابع وی دخواهش خپل نوهلاک به شی ﴿۱۶﴾

[۱۱] ددی نه مراد دادی چه داونی د طرف نه آواز اوکړی شو داسی په سورة قصص کښی هم راغلی دی -
[۱۲] دا تفصیل دنداء‌ دی په دی کښی اول تعین دمنادی دی اوبیان د ادب دی چه خپلی کیړئ اوباسه که په هغه کیړوکښی نجاست وی نو ویستل ئی ضروری دی اوکه په هغی نجاست نه وی نوویستل ئی ادب دی (طُوًى) دانوم دی د هغه پاک میدان چه په هغی کښی برکات را غونډکړی شوی دی -
[۱۳] په دی آیت کښی ذکردرسالت دی د موسیٰ علیه السلام اوبیا حکم دی په اوریدلو د وحی سره - مراد د اخترتک نه غوره کول او منتخب کول دی دپاره د رسالت - اشاره ده چه رسول د نورمخلوق نه غوره وی - (فَاسْتَمِعْ) اشاره ده چه درسول اوله ذمه داری د اللّه تعالٰی وحی ته په پوره توجه سره غوږ کیخودل دی -
[۱۴] په دی آیت کښی ئی دوحی دری اجزاء ذکر کړی دی - اول جزء مسئله توحید دوهم جزء امرکول په عبادت سره دپاره دعمل دتوحید، اودریم جزء حکم کول دی خاص په مانځه سره یعنی توحید دالوهیت او توحید د عبودیت او توحید دحکم (أَقِمِ الصَّلَاةَ) په دی کښی ذکرد ادب دی دپاره ددعوت کوؤنکی دحق چه د مونځ پابندی او ذکر الٰهی کی مشغولیت دی او (لِذِكْرِي) کښی ډیرمعنی دی اول داچه ذکرنه مراد توحید دی یعنی مونځ کوه دپاره دمضبوطیدلو په توحید باندی، دوهمه معنیٰ یادول د اللّه تعالٰی په مانځه کښی اودریمه معنیٰ داده چه کله مونځ درنه هیرشی یا اوده پاتی شی دمانځه نه نوکله چه رایادشی درته مونځ‌ په هغه وخت کښی اوکړه - اوحدیث صحیح کښی هم دامضمون د ی - نوپه دی کښی دلیل دی چه څوک قضیٰ د مونځونو روستوکوی درمضان آخری جمعی ته اوهغی ته قضائی عمری وائی نودا خلاف کول دی ددی آیت او دصحیح حدیث نه -
[۱۵] په دی آیت کښی دوحی څلورم جزء دی چه هغه راتلل دقیامت دی ځکه توحید اوایمان په آخرت دواړه اصل داصول دایمان دی (أَكَادُ أُخْفِيهَا) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ داچه نزدی ده چه ښکاره به کړم قیامت لره، دوهمه معنیٰ داده چه غواړم زه پټ ساتل دعلم دقیامت دمخلوق نه ځکه چه اخفاء په لغت دعربو کښی داضدادونه دی یعنی ښکاره والی اوپټ والی دواړو دپاره استعمالیږی (لِتُجْزَى) په اوله معنیٰ سره داتعلق لری د أُخْفِيهَا سره اوپه دوهمه معنیٰ کښی تعلق لری د آتِيَةٌ سره -
[۱۶] په دی آیت کښی تشجیع ده موسیٰ علیه السلام ته په مضبوط کیدلو سره په دغه وحی باندی اوپه بیان کولو سره دهغی سره اوداسی په سورة قصص (۸۷) کښی هم ذکردی اودا دوه صفتونه (۱) عدم ایمان په اخرت (۲) اواتباع دخواهش بنیاد دی دټولو خبائثودپاره - اوپه دی کښی اشاره ده فرعون ته لیکن صفات ئی ذکرکړل دپاره ددی چه عام شی (فَتَرْدَى) په اصل کښی دبره نه ښکته غورځیدلو ته وئیلی شی مراد ترینه هلاکت دی اواشاره ده چه دعوت دحق پریخودل سبب دذلت دی په دنیا کښی اوسبب دجهنم دی په عقبٰی کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>