قَالَ أَلَمْ ۷۳۲ طٰهٰ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

طه ﴿۱﴾ مَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى ﴿۲﴾ إِلَّا تَذْكِرَةً لِمَنْ يَخْشَى ﴿۳﴾ تَنْزِيلًا مِمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى ﴿۴﴾ الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى ﴿۵﴾ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى ﴿۶﴾

طٰهٰ ﴿۱﴾
نه دی نازل کړی مونږپه تاباندی قرآن چه په تکلیف شی ﴿۲﴾
مگرددی دپاره چه یادداشت شی هغه چالره چه ویره کوی ﴿۳﴾
نازلیدل دهغه ذات دطرف نه چه پیداکړی ده ځمکه او آسمانونه اوچت ﴿۴﴾
عام رحمتونووالادی دعرش دپاسه برایر دی ﴿۵﴾
خاص دهغه اختیارکښی دی هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی دی اوهغه چه په ځمکه کښی دی اوهغه چه ددی دواړو په مینځ کښی دی اوهغه چه لاندی دلوندو خټونه دی ﴿۶﴾

سورة طٰهٰ
دی ته سورة کلیم هم وائی -

ربط: ددی د تیرشوی سورة دادی، چه په هغه سورة کښی دتوحید اثبات اوشو په جواب دشبهاتوسره نو اوس په دی سورة کښی تشجیع او ترغیب ورکوی په دعوت اوتبلیغ ددغه مسئلی سره اودارنگ دسورة مریم آخری آیت کښی هلاکت دتیرشوی منکرقومونو اجمالاً ذکرشوی وؤ - نوپه دی سورة کښی دهغی نمونه ذکرکوی په واقعه دفرعنیانوسره -
دعویٰ ددی سورة: تشجیع ده په دعوت دتوحید باندی سره اثبات دتوحید نه، آیاتونه دتشجیع شپږدی، اوواقعه د موسیٰ علیه السلام اود ساحرانو حال پس دایمان راوړلونه دپاره دتشجیع ده -
خلاصه د سورة: په دی سورة کښی دوه حصی دی اوله حصه تر (۹۸) پوری ده - په دی کښی تمهید دی تر (۸) پوری په هغی کښی تشجیع ده په دعوت باندی په (۳،۲) کښی، اوپنځه عقلی دلیلونه دی سره د دعویٰ دتوحید نه - اوواقعه د موسیٰ علیه السلام ده دپاره دتشجیع -

تفسیر

[۱] دا آیت دمقطعاتو نه دی - دهغی بحث تیرشوی دی دلته روایت دابن جبیردادی چه دا په معنیٰ د یارجل سره دی (ای بهادرسړیه) اوپه لغت دقریشوکښی په دی معنیٰ سره هم استعمال شوی دی -
[۳،۲] دی دواړو آیتونوکښی شجاعت ورکول اوترغیب دی په تبلیغ دقرآن کریم یعنی دقرآن مقصد د انزال تذکره اونصیحت ورکول دی مقصد ئی مشقت او تکلیف نه دی اونه بدبخت کیدل (لِتَشْقَى) د شَقَتَ نه ماخوذ دی یادشقاوت نه (لِمَنْ يَخْشَى) ئی ددی وجی نه ذکرکړلو چه فائده اخستل دقرآن نه په خشیت او په انابت باندی موقوف ده -
[۴] په دی آیت کښی بیان دعطمت دکتاب د اللّه تعالٰی دی - او دلیل عقلی اول دی په توحید باندی په ذکردخالقیت د اللّه تعالٰی سره -
[۵] دادوهم دلیل دی، په ذکردصفت درحمانیت د اللّه تعالٰی اوفوقیت په عرش باندی، اود استویٰ اودعرش معنیٰ ښکاره ده چه دعرش دپاسه دی اوعرش د آسمانونودپاسه دی هان دهغی کیفیت دمخلوق سره هیڅ مشابهت نه لری اودا عقیده دټولو سلف صالحینو او ائمه مجتهدینوده - اود امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه نه روایت دی چه چا داسی اوئیل چه زه نه پوهیږم چه رب ځما په آسمان کښی دی یاپه ځمکه کښی دی نوهغه سړی کفراوکړو ځکه چه اللّه تعالٰی فرمائی (الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى) داپه فقه اکبراو شرح عقیده طحاویه کښی ذکرشوی دی، دامام مالک رحمة اللّٰه علیه نه نقل دی هغه فرمائیلی دی چه استواء مجهول نه ده (یعنی معنیٰ ئی معلومه ده) اوکیفیت داستویٰ معقول نه دی اوایمان په دی باندی فرض دی اوبحث تپوسونه ددی نه بدعت دی -
[۶] دا دریم دلیل دی په توحیدباندی - مراد دادی چه تصرف دټول عالم اللّه تعالٰی لره خاص دی - (الثَّرَى) لوندی خټی دی یعنی داوومی ځمکی دلاندی چه څه دی نو اللّه تعالٰی په هغی باندی عالم دی، اوپه هغی کښی تصرف کوونکی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>