قَالَ أَلَمْ ۷۳۱ مریم

وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا ﴿۹۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا ﴿۹۶﴾ فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِينَ وَتُنْذِرَ بِهِ قَوْمًا لُدًّا ﴿۹۷﴾ وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ﴿۹۸﴾ وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ﴿۹۸﴾

او داټول به راځی اللّه تعالٰی ته په ورځ دقیامت تش توریواخی ﴿۹۵﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی او عمل کړی دی نیک زرده چه پیدا به کړی دوی لره رحمان مینه (په زړونودنیکانوکښی) ﴿۹۶﴾
پس یقیناً آسان کړی دی مونږ داقرآن په ژبه ستادی دپاره چه زیری ورکړی په دی سره متقیانوته اوویره ورکړی په دی سره قوم جگړ مارته ﴿۹۷﴾
او ډیرهلاک کړی دی مونږ ددوی نه وړاندی قومونه ایا وینی ته ددوی نه څوک یااوری ته دوی لره کشار ﴿۹۸﴾

[۹۵] دا هم بیان عجز ددوی دی په ورځ دقیامت کښی (فَرْدًا) یعنی مال ورسره نه وی اومددگاربه ئی هم نه وی تش توریواځی به وی -
[۹۶] په دی آیت کښی بشارت دنیوی دی کله چه مراد د وُدًّا نه محبت په زړونو د دصالحینو کښی واخستی شی لکه دا حدیث کښی ذکرشوی دی چه اللّه تعالٰی دچاسره محبت کوی نوجبرائیل ته اووائی دده سره محبت کوه بیاټول آسمان والوته دهغه محبت اعلان اوکړی شی بیا ځمکی والو (صالحینو) په زړونوکښی دهغه سره محبت پیداکړی شی اودا حدیث امام بخاری او مسلم او احمد روایت کړی دی - یادا بشارت اخرویه دی چه مراد د وُدًّا نه مقام دمحبت شی یعنی جنت -
[۹۷] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته دپاره د حاصلولو د وُدًّا او آیت متعلق دی دابتداء دسورة سره - (بِلِسَانِكَ) مراد لغت عربیه دی یا نفس ژبه مراد ده چه نبی ﷺ په تلاوت دقرآن کښی نه خطا کیدلو (لُدًّا) جمع د الدَّ ده سخت جگړمار، کوگ دحق لاری نه، ډیردروغژن دا ټولی معنی مراد کیدی شی -
[۹۸] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په ذکرد اقوام مکذبوسره اجمالاً او سبب دهغی اعراض دی دقرآن نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>