قَالَ أَلَمْ ۷۳۰ مریم

لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ﴿۸۷﴾ وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا ﴿۸۸﴾ لَقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا ﴿۸۹﴾ تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ﴿۹۰﴾ أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا ﴿۹۱﴾ وَمَا يَنْبَغِي لِلرَّحْمَنِ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا ﴿۹۲﴾ إِنْ كُلُّ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا ﴿۹۳﴾ لَقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ﴿۹۴﴾

وس به نه لری د سفارش کولو مگرهغه څوک چه اخستی دی په نیزد رحمٰن لوظ ﴿۸۷﴾
اودوی وائی نیولی دی رحمان ځان لره ځوئ ﴿۸۸﴾
یقیناً راغلئ تاسو خبری درنی ته ﴿۸۹﴾
نزدی ده چه آسمانونه اوچوی ددی وجی نه اونیمگړی شی ځمکه اوراپریوځی غرونه دړی وړی ﴿۹۰﴾
ددی وجی نه چه بلی دوی رحمان لره ولد ﴿۹۱﴾
اونه ده مناسب رحمان لره چه ونیسی ولد ﴿۹۲﴾
نه دی هرهغه څوک چه دی په آسمانونو او ځمکه کښی مگرراځی رحمان ته په بندگئ سره ﴿۹۳﴾
یقیناً راگیرکړی دی اللّه تعالٰی دوی (په قدرت او علم کښی) اوشمارکړی دی په شمارسره ﴿۹۴﴾

[۸۷] په دی آیت کښی رد دی په شفاعت قهری باندی اوپه دی آیت کښی ډیرتوجیهات دی اوله توجیه داده چه اختیار نه لری دا مجرمان دشفاعت کولو هیچ چا لره لیکن هغه څوک چه حاصل کړی دی عهد د توحید نوهغوی شفاعت کولی شی په دی توجیه کښی ضمیرد لایملکون مجرمانوته راجع دی اواستثناء منقطع ده - دوهمه توجیه داده چه اختیارنه لری هیڅ څوک دشفاعت کولوبل چالره مگرهغه څوک چه مؤحد وی، په دی توجیه کښی ضمیرد لایملکون عام دی الٰهیو باطلواومجرمینواومتقینوټولو ته ځکه چه مخکښی دواړه ذکردی اواستثناء متصل ده - اودریمه توجیه داده چه اختیارنه لری دامتقیان دشفاعت کولو هیچ چالره مگرهغه چالره چه مؤحد وی، په دی توجیه کښی ضمیردلایملکون متقیانو ته راجع دی - اوپه مَن کښی حرف لام پټ دی اوعَهدًا نه مراد په اوله توجیه باندی اذن دی اوروستو توجیهاتوباندی مراد توحید دی -
[۹۱،۹۰،۸۹،۸۸] په دی کښی شپږم زجردی په نسبت کولو دولد اللّه تعالٰی ته اوددی عقیدی ډیرقباحت ئی ذکرکړی دی اول دا (ادَّا) په معنیٰ د ډیرناکاره یا ډیردروند دی دوهم ددی قول ناکاره اثرپه آسمانانواوځمکواوغرونوباندی دی مراد ددی نه فنادی ددی څیزونو اوقیامت قائمیدل دی لیکن فنا شوی نه دی ځکه چه سبب دبقا هغه کلمه دتوحید ده چه هغه په عالم کښی شته - حدیث کښی راغلی دی چه قیامت به نه قائم کیږی څوپوری چه په ځمکه کښی وئیلی کیږی کلمه دتوحید - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه شرک سبب دفساد اودتباهئ دی (أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا) ددی دوه معنی دی یوداچه دعوا په معنی دنسبت کولو دی یعنی چه دوی نسبت کوی رحمٰن ته ولد - دوهمه معنی داده چه رامدد کوی ولد چه نسبت ئی کوی اللّه تعالٰی ته - اوحدیث صحیح کښی راغلی دی چه نسبت د ولد اللّه تعالٰی ته دا کنځل کول دی هغه ته -
[۹۲] لفظ د (مَا يَنْبَغِي) په ښکاره ناجائز کښی استعمالیږی لکه چه لفظ د يَنْبَغِي په ښکاره لازم کښی استعمالیږی -
[۹۳] په دی آیت کښی علت د مَا يَنْبَغِي ذکرکیږی اودی آیت کښی دعویٰ دسورة هم ده چه ټول انبیاء اواولیاء د اللّه تعالٰی عبدیت کوونکی دی اوعبد خوولد نه شی کیدلی ( آتِي) نه مراد په دنیاکښی دی یاپه قیامت کښی لیکن اوله توجیه غوره ده -
[۹۴] دا اشاره ده چه دا ټول د اللّه تعالٰی په قدرت او علم کښی راگیردی او ددوی په جزئیاتوباندی هم علم لری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>