قَالَ أَلَمْ ۷۱۲ مریم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

كهيعص ﴿۱﴾ ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا ﴿۲﴾ إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا ﴿۳﴾

كهيعص ﴿۱﴾
دایاداشت درحمت درب ستادی په بنده خپل باندی چه نوم ئی زکریا ؤو ﴿۲﴾
کله چه آواز ئی اوکړو رب خپل ته (په عاجزئ) آواز پټ ﴿۳﴾

سورة مریم
اوبل نوم ئی كهيعص دی -

ربط: ددی سورة دکهف سره دادی چه سورة کهف کښی جوابونه وؤ شبهاتو د مشرکانو په اثبات دعجز دصالحینو نوپه دی سورة کښی جوابونه دشبهاتو باقیو دی په اثبات دعبدیت د صالحینو د اللّه تعالٰی دپاره -
دعویٰ ددی سورة: جوابونه دشبهاتو دی په باره د انبیاؤ او ملائکو کښی په اثبات دعبدیت دهغوی او مأخذد دعویٰ په (۹۳،۵۸) کښی دی - اواثبات دتوحید دی په پنځوطریقو سره - اوله طریقه اثبات دعبدیت دانبیاؤ اود ملائکو - دوهمه طریقه رد داقسامو دشرک یعنی شرک فی العبادت اوشرک فی الدعاء اوشرک فی التصرف - دریمه طریقه رد په شفاعت قهریه باندی - څلورمه طریقه رد په اتخاذ ولد باندی پنځمه طریقه دذکر داسماء حسنیٰ دری په خذف تکرار سره -
خلاصه د سورة: په دی سورة کښی دری بابونه دی اول باب تر (۶۳) پوری دی په دی کښی ذکردعبودیت دانبیاء علیهم السلام دی، شپږ انبیاء ئی تفصیلاً ذکر کړی دی زکریا علیه السلام عیسیٰ علیه السلام او مریم علیها السلام اوابراهیم علیه السلام او موسیٰ علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او ادریس علیه السلام بیا ذکردانبیاؤ اجمالاً په (۵۸) کښی اوتخویف اخروی روستو دواقعی د عیسیٰ علیه السلام نه د (۳۷) نه تر (۴۰) پوری اوپه (۵۹) کښی بیا بشارت اخرویه د (۶۰) نه تر (۶۳) پوری -

تفسیر

[۱] داحروف مقطعات دی اوددی په مقصد باندی اللّه تعالٰی ښه پوهیږی اولوی حکمت په دی کښی اثبات داعجاز دقرآن دی او ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه کاف اشاره ده چه اللّه تعالٰی کافی دی اوهاء اشاره ده چه اللّه تعالٰی هادی دی اویا اشاره ده چه ید د اللّه تعالٰی غالب دی په ټولو اوعین اشاره ده چه اللّه تعالٰی عالم دی په هرڅه اوصاد اشاره ده چه اللّه تعالٰی صادق دی په وعدو خپلو کښی -
[۲] دا جواب دی د شبهی په باره د زکریا علیه السلام کښی - شبهه داده چه ځوی پیدا کیدل د زکریا علیه السلام دلالت کوی دهغه په قدرت اوتصرف باندی نومعلومه شوه چه هغه دبندگئ حق لری - حاصل دجواب دادی چه دی عبد وؤ او دلیلونه دعبدیت دهغه دادی چه رحمت درب ته محتاج وؤ - ندا اودعائی کړی ده او هډوکو او سرباندی د بوډاوالی ښکاره اثروؤ دتربورانو نه ئی خوف کوؤ وارث ته محتاج وو بیا نښی ته محتاج وو بوډاوالی پری راغلی وو مخلوق وو ژبه ئی بنده شوی وه نودی اِله نه شی کیدلی اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه واقعه د زکریا علیه السلام ذکراو نصیحت دی دپاره داثبات دتوحید اوپه دی کښی تصریح ده هغه په عبدیت باندی اودلته لفظ رحمت کښی اشاره ده استجابت ددعا ته چه داد اللّه تعالٰی رحمت دی اللّه تعالٰی محبور نه دی -
[۳] په دی آیت کښی عجزاو دعا دزکریا علیه السلام ذکر شوی ده او دا آیت دلیل دی په دی خبره چه ادب په دعا کښی پټ وئیل دی لکه په سورة اعراف آیت (۵۵) کښی تیرشوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>