قَالَ أَلَمْ ۷۱۱ الکهف

ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوا وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَرُسُلِي هُزُوًا ﴿۱۰۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ﴿۱۰۷﴾ خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا ﴿۱۰۸﴾ قُلْ لَوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَنْ تَنْفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا ﴿۱۰۹﴾ قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا ﴿۱۱۰﴾

دا (چه ذکرشو) سزا ددوی ده جهنم په وجه ددی چه دوی کفرکړی دی اونیسی دوی آیاتونه اورسولان زماټوقی ﴿۱۰۶﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی اوعلمونه ئی کړی دی دسنت مطابق شته دوی لره جنتونه دفردوس میلمستیا تیاره ﴿۱۰۷﴾
همیشه به وی دوی په هغی کښی نه به غواړی دوی دهغی نه بدلی ﴿۱۰۸﴾
اوایه که چیری شی دریابونه سیاهی دپاره دلیکلو د کلمو د رب ځما نوضرور ختم به شی دریابونه مخکښی دختمیدلو د کلماتود رب ځمانه اگر چه راوړو مونږ دهغی په شان نوره زیاتی سیاهی ﴿۱۰۹﴾
اوایه یقیناً‌ زه بنده یم ستاسو په شان (محتاج یم) اووحی کیدی شی ماته چه یقیناً‌ حقدار دبندگئ ستاسو یو دی نوڅوک چه امید لری دپیش کیدلو رب خپل ته نوعمل دی کوی دسنت برابر اوشریک دی نه جوړوی په بندگئ‌ درب خپل کښی هیچا لره ﴿۱۱۰﴾

[۱۰۶] په دی کښی ئی دوه اسباب دماقبل دپاره ذکرکړل اول کفراوشرک ددوی اودوهم د اللّه تعالٰی آیاتونه اودارنگ درسولانو سنت بی فائدی او عبث گنړل - اوهمیشه دشرک اوبدعاتو سبب هم دا دوه دی چه قرآن اوسنت نه استدلال نه کوی -
[۱۰۸،۱۰۷] په دی آیتونو کښی بشارت دی ایمان والو لره (لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا) کښی اشاره ده چه په جنت کښی هیڅ تکلیف نیشته اونه په کښی هیڅ کمی شته نوددی وجی نه بل ځای ته تلل نه غواړی اوفردوس اعلٰی او افضل جنت دی اوبعضی روایاتوکښی دی چه په دی کښی دعوت کوونکی الی الحق وی لکه اصحاب کهف اوموسیٰ او خضر او ذوالقرنین دی ټولو په جدا جدا طریقی سره دعوت کړی دی -
[۱۰۹] په دی کښی رد دی په شرک فی العلم باندی اوجواب دشبهی د مشرکینودی چه دوی واسی چه درسول سره علم د تورات او دانجیل اودقرآن وی اوپه هغی کښی علم د اللّه تعالٰی دی نومعلومه شوه چه رسول سره کُلی علم دی؟ نوجواب اوشو حاصل دجواب دادی چه د اللّه تعالٰی دعلم هیڅ انتها نیشته اود بندگانو علم منتهی وی (لِكَلِمَاتِ رَبِّي) نه مراد جزئیات دعلم د اللّه تعالٰی دی اودهغه تفصیلی صفتونه دالوهیت او حکمتونه دکلام دهغه اودهغی هیڅ حد نیشته - اودارنگ په سورة لقمان (۲۷) کښی هم دی -
[۱۱۰] په دی آیت کښی اول نفی دعلم غیب ده د نبی ﷺ نه چه هغه بشردی او بشرپه غیب باندی علم نه لری - اواثبات دصدق درسول دی او اختتام دی په مسئله د توحید او رد شرک فی العبادة سره اودا تفریع ده په کل سورة باندی (وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) هرکله چه په شرک کښی مراتب مختلفه وی یعنی شرک دون شرک اوکفردون کفر ددی وجی نه دا آیت دمفسرینوپه نیز باندی شرک حقیقی او شرک خفی یعنی ریا او سمعت ته شامل دی بلکه عدم اخلاص او طلب اجرت په عبادت باندی هغی ته شامل دی ، لکه مفسر الوسی تصریح کړی ده چه څوک ختم دقرآن ددنیا دمقصد دپاره کوی اواجرت پری اخلی نو ورکوونکی او اخستونکی دواړه گنهگار دی اودارنگ ډیروفقهاؤ په دی باندی تصریح کړی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>