قَالَ أَلَمْ ۷۱۳ مریم

قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا ﴿۴﴾ وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِنْ وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا ﴿۵﴾ يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا ﴿۶﴾

اوئیل ای ربه ځما یقیناً کمزوری شوی دی هډوکی ځما او تک سپین دی سرځما دبوډاوالی په وجه اونه یم زه په وجه ددعا ستانه ای ربه ځما محرومه (بدبخته) ﴿۴﴾
اویقیناً زه ویریږم د تربورانونه روستوځمانه (په دین باندی) اوده ښځه ځما شنډه نورا اوبخی مالره دخپل طرف نه وارث ددین ﴿۵﴾
چه وارث شی ددین ځما او وارث شی ددین د داولاد د یعقوب علیه السلام اوگرځوی دی ای ربه غوره شوی ﴿۶﴾

[۴] په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په دعا کښی توسل کول په ذکرد خپل عجزاواحتیاج دارنگ په نعمتونو د اللّه تعالٰی سره سنت دانبیاؤ دی (الْعَظْمُ) ئی ذکر کړو چه هډوکو په کمزورو کیدلو سره ټول بدن کمزوری شی (وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا) مراد ئی دادی چه تا زه عادت کړی یم په اجابت باندی ځکه چه ما کله دعا غوښتی ده نوتازه ناامیده نه یم واپس کړی اوداهم بهتره وسیله ده -
[۵] په دی کښی هم توصل دی په ذکرداحتیاج خپل اوپه اوله جمله کښی ذکر دسبب دی دپاره دطلب ځوئی یعنی خپلوان او تربوران ددی قابل نه وؤ چه پس دده نه دین سنبال کړی نوځکه ولد په کاردی (وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا) په دی کښی اشاره ده چه اسباب دظاهر دولد نیشته او من لدنک هم په دی باندی دلالت کوی چه ظاهری سبب نیشته -
[۶] دلته مراد دمیراث نه وراثت ددین دی او ال یعقوب کښی هم دی ته اشاره ده چه دا دین میراث دی د ټولو انبیاؤ دبنی اسرائیلو او مراد دمیراث نه میراث مالی نه دی ځکه انبیاء علیهم السلام نه مال میراث نه پاتی کیږی بلکه دهغوی نه علم ددین پاتی کیږی لکه چه په حدیث صحیح کښی دی (رَضِيًّا) غوره کړی شوی ددین دپاره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>