سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۸ الکهف

قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا ﴿۲﴾ مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا ﴿۳﴾ وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ﴿۴﴾ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا ﴿۵﴾ فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا ﴿۶﴾

پوخ بیان والادی دی دپاره چه ویره ورکړی دسخت عذاب نه چه د هغه دطرف نه دی اوزیری ورکړی مؤمنانولره هغه کسان چه عملونه کوی دسنت برابر چه یقیناً دوی لره ثواب دی خائسته ﴿۲﴾
دیره به وی په هغی کښی همیشه ﴿۳﴾
او ویره ورکړئ هغه کسانوته چه وائی نیولی دی اللّه تعالٰی ولد ﴿۴﴾
نیشته دوی لره په دی باندی هیڅ علم اونه پلارانو ددوی لره ‌ډیره لویه خبره ده (په ناکاروالی کښی) چه رااوځی دخولوددوئ نه دوی نه وائی مگر دروغ ﴿۵﴾
پس آیا ته وژنی ځان خپل په دوی پسی که چیری دوی ایمان نه راوړی په دی خبره (دتوحید) دغم دوجی نه ﴿۶﴾

[۲] (قَيِّمًا) مضبوط مضمون والا دی یعنی توحید په دلیلونوسره کلکوی اومؤحد لره په توحید باندی مضبوطوی، اوبیائی حکمت انزال قرآن ذکرکړی دی چه انذار اوتبشیردی - دانذار دپاره منذر او منذرلهم اومنذرعنه دری واړه ضروری دی اودارنگ دبشارت دپاره مبشر، مبشرلهم او مبشربه ضروری دی نوپه ضمیرد لِيُنْذِرَ کښی چه کتاب یا عبد ته راجع دی اشاره ده منذرته، اوپه (بَأْسًا شَدِيدًا) سره ذکردمنذرعنه دی اومنذرلهم روستو ذکرکوی اوپه ضمیرد دیبشرکښی اشاره ده مبشرته چه کتاب دی یاعبد دی او المؤمنین اه - سره مبشرلهم ذکرکړی شوی دی او (أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا) سره مبشربهِ ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی تخویف او بشارت دی -
[۳] دامتعلق دی دبشارت سره اودوام دجنت ته اشاره ده -
[۴] په دی آیت کښی منذرلهم ذکرکړل - اواشاره ده چه قرآن دهغه چا درد پاره دی چه عقیده د اتخاذولد لری اود ولد نه مراد دمشرکانوثابتول دداسی ذات دی چه هغه لره اللّه تعالٰی دخپلو صفاتو خاصؤ نه څه حصه ورکړی وی نوپه هغی کښی دالوهیت اثار ښکاریږی اوددی وجی نه هغی لره بندگی کول هم لازم گنړی اوحاجت پوره کوونکی ئی گنړی لکه چه په ولد کښی اثاردوالد ښکاره کیږی اودهغه نائب وی -
[۵] په دی آیت کښی تقبیح ددی عقیدی ئی ذکرکړی ده چه دا بی دلیله خبره ده اودخبری او عقیدی دپاره داقباحت پوره دی چه دلیل پری موجود نه وی صرف دآباؤ تقلید کوی، بیا شبه راغله که په دی خبره څه دلیل نیشته دی لیکن خیردی معمولی خبره ده څه پرواه نیشته نوجواب اوشو (كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ) یعنی داخبره ډیره غټه قبیحه ده چه ددوی د وړو خولو نه رااوځی بی دلیله بیاددی قباحت دلیل دادی چه (إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا) یعنی په دی خبره کښی سیوا ددروغونه بل هیڅ نیشته -
[۶] په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته چه ددی منکرینو دانکار په سبب دومره خفگان مه کوه چه دغه دوجی نه ځان وژنی لَعَلَّ دپاره داستفهام انکاری دی اودارنگ په سورة شعراء (۳) اوسورة فاطر (۸) کښی هم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>