سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۹ الکهف

إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ﴿۷﴾ وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا ﴿۸﴾ أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا ﴿۹﴾

یقیناً گرځولی دی مونږهغه څه چه په ځمکه باندی دی ډول دځمکی دپاره ددی چه ددوی ازمایش اوکړو چه کوم یو ښائسته عمل والادی ﴿۷﴾
اویقیناً مونږ گرځؤوبه هغه څه چه په ځمکه کښی دی میدان (صفا) خویه ﴿۸﴾
آیا ته گمان کوی چه غاروالا اورقیم والا وؤ دلیلونه (دتوحید) ځمونږه عجیبه ﴿۹﴾

[۸،۷] په دی دواړو آیتونوکښی تزهید فی الدنیا دی یعنی ددوی دنه منلووجه ددنیا محبت دی لیکن دا دنیا او ددی سامانونه دلږو ورځو زینت دی اوابتلاء ده اوزرفناکیدونکی دی نوپه دی باندی مه دهوکه کیږئ (زِينَةً) په دی سورة (۴۶) کښی هم ذکرشوی دی او رسول اللّٰه ﷺ دهغی تفسیرکړی دی په حَضِرَةٌ حُلوَةٌ سره یعنی سترگی پری خوشحالیږی او خوله کښی صرف خوند پیداکوی (لِنَبْلُوَهُمْ) یعنی زینت ددنیا د ابتلاء او د امتحان دپاره دی او امتحان دوه قسمه وی، اول قسم هغه چه دهغی فائده ممتحن ته اورسیږی یعنی هغی ته حقیقت حال معلوم شی - اودوهم قسم هغه دی چه دهغی فائده امتحان ورکوونکی ته اورسیږی یعنی امتحان ورکوونکی دځان د حال نه خبر نه وی بلکه خیال کوی چه زه لائق یم اوپه کامیابئ کی یم نوپه امتحان سره هغه ته حقیقت حال خپل معلوم شی اود اللّه تعالٰی امتحان په مخلوق باندی دوهم قسم دی داددی وجی نه چه بلایبلوا په معنیٰ دحقیقت ښکاره کیدلو دی لکه یونس (۳۰) کښی نو (لِنَبْلُوَ) اصل معنیٰ داده چه اوښایو مونږدوی ته حقیقت حال ددوی (أَحْسَنُ عَمَلًا) دارنگ په سورة هود (۷) اوسورة ملک (۲) کښی هم دی اوتشریح ددی په تفسیر د سورة هود کښی تیره شوی ده - اوآیت (۸) کښی صعیداً جرزاً اشاره ده فنا ددی سامان ددنیا ته - اودا لفظ په طریقه دتشبیه سره دی یعنی ددنیا تمام څیزونه چه فناشی نوځمکه به داسی شی لکه شاړ میدان چه ټول بوټی ترینه پری کړی شوی وی -
[۹] ددی آیت نه اوله حصه شروع ده تر (۴۹) پوری - خلاصه تفصیلی ئی داده چه په دی کښی جواب د شبهی دمشرکانودی چه دلیل نیسی په امور خارقه للعادة داصحاب د کهفو چه دغه امورونه معلومیږی چه اصحاب کهف خاوندان دلوی قدرت وو، حاصل دجواب دادی چه دغه احوال دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی نه دقدرت دهغوی په آیت (۹) کښی ځکه چه دوی اللّه تعالٰی ته محتاج وو اوعاجزی کوونکی وو په آیت (۱۰) کښی، او محتاج وو اوده کیدلوته په (۱۱) کښی اومحتاج وو اللّه تعالٰی ته دخوب نه په پاڅیدلوکښی په آیت (۱۲) کښی، اومحتاج ووپه زیاتوالی دهدایت کښی په (۱۳) کښی اومحتاج وو په ربط قلب کښی اللّه تعالٰی ته اورد کوونکی ووپه شرک باندی په (۱۴) او (۱۵) کښی، اوځان ئی جدا کړی وو دمشرکانونه په امید درحمت د اللّه تعالٰی په آیت (۱۶) کښی، بیاذکر د کرامتونوددوی دی سره داحتیاج نه اللّه تعالٰی ته په آیت (۱۸،۱۷) کښی، اوذکر دعدم علم ددوی دی په غیب باندی په ایت (۲۰،۱۹) کښی بیاذکردحال ددوی دی دلیل دپاره دبعث بعدالموت نه اورجر هغه چاته چه تنازع ئی کوله په باره ددوی کښی اوزجرپه مسجد جوړولوسره ددوی په خواکښی په آیت (۲۱) کښی، اوزجرپه اختلاف کولوسره په عدد ددوی کښی بیا تعلیم ورکول نبی ﷺ ته د ادابوشپږو په آیت (۲۴،۲۳،۲۲) کښی، اوذکردبعث ددوی په غارکښی په آیت (۲۵) کښی، بیاتفریعات څلورددوی په واقعه باندی اودا آداب هم دی، اوله تفریع او ادب په رد شرک فی العلم اوفی الحکم په آیت (۲۴) کښی، دوهمه تفریع ادب او تبلیغ دکتاب اللّه په (۲۷) کښی، اودریمه تفریع او ادب اختیارول دجماعت دمؤحدینو په آیت (۲۸) کښی، اوڅلورمه اظهار دحق په تخویف اخروی اوپه بشارت سره په (۳۰،۲۹) کښی، بیا اصلاح دمنکرینودپاره دتزهیدفی الدنیا په ذکردریو خبرو، اول داده چه محبت ددنیا سبب دانکاردبعث او دشرک دی اوسبب دعذاب دنیوی دی اوداد (۳۲) نه تر (۴۰) پوری، اودوهمه خبره داده چه دنیا قلیل او فانی ده پس په دی باندی مه دهوکه کیږئ په آیت (۴۶،۴۵) کښی، او دریمه خبره داده چه محبت ددنیا سبب دعذاب او دافسوسونودی په آخرت کښی په آیت (۴۹،۴۸،۴۷) کښی -
تفسیر: په دی آیت (۹) کښی اولاً تسلی ده پیغمبرته اومطلب دادی چه داگمان مکوه چه واقعه داصحاب کهفو دقدرت د اللّه تعالٰی نه څه ډیره عجیبه ده ځکه چه مشرکینو ددی په باره کښی دستانه تپوس کړی دی بلکه د اللّه تعالٰی دقدرت نښی ددی نه لوی هم شته لکه پیدایش د آسمانونو او دځمکو اوواقعه دمعراج اوپه دی کښی جواب دشبهی دمشرکینو دی چه هغوی استدالال کوو په عجیبه حالاتو داصحاب کهفو لکه چه ډیره موده اوده کیدل اوبدنونوته ئی څه نقصان نه رسیدو دا دلالت کوی په دی خبره چه اصحاب کهف لره د اللّه دطرف نه لوی قدرت او اختیار ورکړی شوی دی نوجائزدی مونږلره چه ددوی نه خپل حاجات اوغواړو اوددوی له بندگی کوو ځکه چه دوی په شان دولد شول د اللّه تعالٰی دپاره دارنگ اوس هم بعضی تعویذگر ددوی نومونه په کاغذکښی لیکی دپاره دتبرک حاصلولو؟ نوحاصل دجواب دادی چه دا حالات داصحاب کهفو خودلیل دقدرت د اللّه تعالٰی دی نه قدرت دهغوی (الرَّقِيمِ) په دی کښی اقوال مختله دی - چه دا دوادی نوم دی یادهغه عزیزنوم دی یادکتاب نوم دی یعنی هغه تختی چه په هغی کښی نومونه دهغوی لیکلی شوی دی لیکن هیڅ یو قول په نقل صحیح مسند سره نه دی ثابت نومعلومه شوه چه دا تاریخی مسئله ده اودتاریخ نه دا ثابت ده چه کلی داصحاب کهفو په ملک د روم کښی مشهوردی په رقیم سره اوداسی د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی اوهغه دکعب نه نقل کړی دی اوپه روم کښی هغه ته پټرا وائی اوکله چه مسلمانانوروم فتح کړو نوهغه ئی مسمیٰ کړو په بطراء سره اوپه مخکنوکتابونوکښی مسمیٰ ووپه راقیم سره اودارنگ دتاریخ نه معلومیږی چه دا واقعه په ملک روم کښی وه روسته دزمانی د عیسیٰ علیه السلام نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>