سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۷ الکهف

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا ﴿۱﴾

ټول صفتونه دالوهیت خاص اللّه تعالٰی لره دی هغه ذات دی چه نازل کړی دی په بنده خپل باندی کتاب اونه دی گرځولی ده لره هیڅ کږلیچ ﴿۱ ﴾

سورة الکهف
اوبل نوم ددی الحائله دی -

ددی سورة نه دریمه حصه دمضامینو دقرآن دی ترسورة سبا پوری اوپه دی حصه کښی شپاړلس سورتونه دی، په دی کښی مضمون درحمانیت د اللّه تعالٰی دی په دوو طریقوسره اوله طریقه اللّه تعالٰی نظام په خپله چلوی چاته ئی نظام نه دی سپارلی یعنی ولد ئی نیشته، لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا - اوداد سورة مؤمنون پوری چلیږی اودوهم طریقه داچه برکات ورکوونکی صرف اللّه تعالٰی دی داد سورة مؤمنون نه ترصبا پوری چلیږی -
ربط: دسورة کهف دسورة اسراء‌ سره دادی، سورة اسراء کښی بیان شو چه شرک سبب دعذاب دی اودشرک رد اوشو تفصیلاً په آخرکښی نوپه دی سورة کښی جوابات دی دشبهاتوپه توحید باندی -
دعویٰ د سورة: دفع دشبهاتودمشرکینوده چه دلیل نیسی په امورخارقه للعادة باندی - اومأخذ ددی دعوی (لَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا) (۱) کښی دی یعنی شبهات، او (وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا) په (۴) کښی یعنی داسی شخص چه په هغی کښی اثارد الوهیت ښکاریږی یعنی قدرت کامله او علم غیب - اواثبات دتوحید ئی ذکرکړی دی په رد داقسامودشرک سره یعنی شرک فی العلم اوفی التصرف او فی العبادة اوفی الدعاء سره په لسو آیاتونوکښی، اوپه ذکرکولو دشپږ اسماء حسنیٰ سره -
خلاصه ددی سورة: داسورة تقسیم دی یومقدمی او څلورحصو ته اویوی خاتمی ته -
مقدمه: دسورة تر (۸) پوری ده په دی کښی دعویٰ دتوحید ده په الحمدللّه سره اواثبات دهغی په رالیږلو دداسی کتاب سره چه شبهات نه لری په (۱) کښی بیا مقصد دکتاب ئی ذکرکړی دی په انذازاوپه بشارت سره (۳،۲) کښی بیا زجردی په عقیده داتخاذولد سره چه قرآن ددی د رد دپاره نازل کړی شوی دی (۵،۴) کښی بیا تسلی درسول (۶) کښی بیاتزهید فی الدنیا (۸،۷) کښی اودا مضامین به په سورة کښی تفصیلاً ذکرکیږی -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید په الحمدللّه سره ده ځکه چه معنیٰ ئی داده ټول صفتونه دالوهیت (چه قدرت کامله اوعلم غیب دی) خاص اللّه تعالٰی لره دی په دی کښی ورسره هیڅ څوک شریک نیشته - بیاذکر دانزال د کتاب اللّه تعالٰی دی چه په هغی کښی شبهات نیشته، اوشبهات دفع کوی (عِوَجًا) معنیٰ ئی شبهات دی اشاره ده که په توحید کښی دچا شبه وی یاورته پیش کیږی نودا قرآن دی اولولی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>