سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۶ بنی إسرائيل

وَيَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا۩ ࣛ ﴿۱۰۹﴾ قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ﴿۱۱۰﴾ وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا ﴿۱۱۱﴾

اوپریوځی په زنوباندی ژاړی دوی اوزیاتی کوی دوی لره عاجزی ﴿۱۰۹﴾
ته اوایه بلنه کوئ‌ د اللّه تعالٰی یابلنه کوئ درحمان اوهریو چه بلئ‌ تاسو پس هغه لره نومونه ښائسته دی اوجهر مه کوه په دعا خپله اوپټ والی مه کوه په هغی سره او طلب کړه ددی مینځ کښی لار ﴿۱۱۰﴾
اوته اوایه ټول صفتونه دالوهیت خاص اللّه تعالٰی لره دی داسی ذات دی چه نه دی نیولی ولد (ځوی) اونیشته هغه لره شریک په بادشاهئ کښی اونیشته هغه لره امدادی دوجی دکمزورئ نه او لوئی وایه دهغه لوئی کول ﴿۱۱۱﴾

[۱۰۹] په دی کښی ددوی نورصفات ذکرکړی شوی دی یعنی ژړا او زیاته خشوع کول، اوتکرارکښی اشاره ده کثرت دسجود ته اود اولی سجدی سبب اوریدل دقرآن دی اوددوهم ځل سجدی کولوسبب بکاه او خشوع ده یا اول آیت کښی ددوی سجده ذکرده اوپه دوهم کښی ذکردسجدی نیشته بلکه روستو دسجدی نه سرټیټ کړی دژړا دپاره - اوآیت دلیل دی چه په کتاب د اللّه تعالٰی سره په انسان کښی خشوع زیاتیږی اودغه خشوع ایمان دی اوپه ذکرددی صفت کښی اشاره ده چه علماؤ دقرآن لره هم داسی کیفیت په کاردی -
[۱۱۰] په دی کښی ترغیب دی دعاته په حال دسجده او حال دخشوع کښی اوتصریح ده په دی خبره باندی چه ددعا په وخت کښی اسماء‌ حسنیٰ د اللّه تعالٰی ذکرکول په طریقه دوسیلی سره ضروری دی لکه سورة اعراف (۱۸۰) کښی چه دی اوپه دی کښی رد دی په شرک فی الدعاء باندی -
فائده: چه خلقو کښی مشهوره ده چه ددعا په وخت وائی ای خدایه دا ددی آیت اودآیت دسورة اعراف نه صریح مخالفت دی ددی لفظ پریخودل ضروری دی بلکه یااللّه یارحمان دی وائی یانورآسماء حسیٰ ځکه چه لفظ خدا اگرچه معنیٰ ده دمالک لیکن تعبد په معانوسره صحیح نه دی اگرچه د معنیٰ په لحاظ سره اطلاق ئی په طریقه دتوصیف او اخبار په اللّه تعالٰی باندی صحیح دی (وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا) ددی معنیٰ داده چه دعا په جهرسره مه لوله اوپه زړه کښی هم پری اکتفاء مه کوه بلکه په ژبه لوله اوشاره ده جهرپه دعا سره بغیردشرعی مواضعونه بدعت دی داسی په سورة اعراف (۵۵) او (۲۰۵) کښی هم دی، او دوهمه معنیٰ داده چه مراد صلاتک نه قرائت دی یعنی قرآئت په ټولو مونځونوکښی په جهرمه لوله اوپه ټولو کښی په اخفاء سره مه لوله بلکه بعضی په جهر او بعضی په اخفاء سره او دارنگ خارج دمانځه نه هم قرائت په آوچت آواز سره خلق پریشان کوی جائزنه دی اواکتفاء دزړه په فکرکولوسره فقظ داهم نه دی جائز -
[۱۱۱] په دی آیت کښی امردی په حمد وئیلوددعاسره په اول ددعا کښی اوپه نعمت د اختتام ددی سورة سره هرکله چه مخکښی آیت کښی د اللّه تعالٰی صفات ثبوتیه ته اشاره اوکړه په آسماء حسنیٰ سره نواوس په دی آیت کښی صفات سلبیه ذکرکوی اوپه دی آیت کښی رد دی په دری اقسامودشرک، یوشریک ادنیٰ وی چه هغه ولددی هغه ئی نفی کړو په دی قول سره (لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا) اودوهم شریک مساوی هغه ئی نفی کړو په دی لفظ سره (وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ) اودریم قسم شریک اعلٰی دی په هغی رد دی په دی قول سره چه چه (وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ) اودا قسم شرک کول په صابئینو مجوسو کښی شته چه هغوی وئیل لولااولیاءه لذل (العیاذباللّه) - اودارنگ په دی امت کښی شته چه اولیاء اللّه په اللّه تعالٰی شفعاء قهریه یعنی زورگنړی اود بریلیانو عقیده ده چه عبدالقارد جیلانی ته دستگیرددی وجی نه وائی چه (نعوذباللّه)‌ یوځل ئی د اللّه تعالٰی مدد کړی وو - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه په مانځه کښی دتکبیراولٰی نه وړاندی دشرک نه برائت ضروری دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>