سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۵ بنی إسرائيل

وَقُلْنَا مِنْ بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسْكُنُوا الْأَرْضَ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا ﴿۱۰۴﴾ وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۱۰۵﴾ وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا ﴿۱۰۶﴾ قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا ﴿۱۰۷﴾ وَيَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولًا ﴿۱۰۸﴾

او اوئیل مونږروستود (غرقولو دهغه نه) بنی اسرائیلوته اوسیږئ په ځمکه کښی هرکله چه راشی وعده دآخرت راولو به تاسولره غونډ ﴿۱۰۴﴾
اوپه حق سره نازلول شروع کړی دی مونږ ددی قرآن اوپه حق سره نازل شوی دی اونه ئی لیږلی مونږته مگرزیری ورکوونکی او ویره ورکوونکی ﴿۱۰۵﴾
اوقرآن مونږتقسیم کړی دی په حصو دی دپاره چه اولولی ته داپه خلقوباندی په دمه دمه اولږلږ نازل کړی دی مونږ دی په نازولوسره ﴿۱۰۶﴾
ته اوایه ایمان راوړئ په دی قرآن اوکه ایمان نه راوړئ یقیناً هغه کسان چه علم ورکړی شوی دی مخکښی ددی نه کوم وخت چه اولوستلی شی په دوی باندی پریوځی په زنوباندی سجده کوونکی ﴿۱۰۷﴾
اودوی وائی پاکی ده د رب ځمونږ یقیناً وعده درب ځمونږه پوره کړی شوی ده ﴿۱۰۸﴾

[۱۰۴] په دی کښی ذکردانعام دی په بنی اسرائیلوباندی سره دتخویف اخروی نه اومراد د (الْأَرْضَ) نه ځمکه دشام اوبیا ځمکه دمصرده په زمانه د داؤد علیه السلام کښی - اوپه دی آیتونوکښی لطیفه اشاره ده چه دامکی والا به هم ددی رسول تکذیب کوی اوبیابه ئی دمکی نه اوشړی لکه چه بنی اسرائیلولره فرعون اوشړل اوبیابه مؤمنان په ځمکه دمدینه او په مکه (پس دغلبی نه) کښی آباد پاتی شی -
[۱۰۵] په دی کښی ترغیب دی قرآن ته چه نزول دقرآن په حق سره شروع شوی دی اوپه حق سره ځمکی ته رارسیدلی دی یعنی په مینځ کښی هیڅ تبدیلی نه ده راغلی اوپه دی کښی اشارةً تخویف دی یعنی فرعون دحق انکاراوکړو نوعذاب ورباندی راغی نودا موجوده خلق که دقرآن (چه حق دی) انکاراوکړی نوپه دوی باندی به عذاب راشی - اوپه دی کښی صدق درسول هم ذکرشوی دی -
[۱۰۶] داهم متعلق دی دتیرشوی آیت سره او (فَرَقْنَاهُ) کښی مراد دادی چه تقسیم کړی دی مونږ دا قرآن په سورتونو اوپه آیاتونو سره چه په خلقوباندی په دمه دمه لوستلی کیږی چه هغوی پری پوهه شی او (نَزَّلْنَاهُ) کښی اشاره ده چه لږلږ نازل کړی شوی دی (وَقُرْآنًا) منصوب دی په شرط دتفسیرسره په مابعد لیکن غوره داده چه دلته مخفف په معنیٰ دمشدد سره دی اومراد په دی سره تقسیم دی آیاتونواوسورتونوته اوپه دی کښی جواب دسوال دمنکرینودی چه هغوی وئیل چه دا قرآن په یوکرت ولی نه نازلیږی -
[۱۰۷] پس د بیان دصدق دقرآن نه اود جواب دسوال دهغوی نه اولاً زجردی منکرینوته اوبیا دلیل نقلی دمخکنوکتابیانو نیکانونه او أَذْقَان نه مراد تندی او مخ دی په ذکر دجزء مجاور اومراد ترینه کل اوپه دی کښی زیاتی خشوع ته اشاره ده چه په سجده کښی د زیاتی خشوع دوجی نه خپلی ږیری ځمکی ته نزدی کوی - اوهرکله چه عین زنه او ږیره کیخودل په ځمکه باندی مراد نه دی ددی وجی علی الاذقان ئی نه دی وئیلی (أُوتُوا الْعِلْمَ) هغه علماؤ ته وئیلی شی چه په کتاب اللّه تعالٰی باندی تمسک کوی اوعمل کوی شهادت هم دهغوی قبلیږی -
[۱۰۸] دادلیل دی دتسبیح وئیلوپه حال دسجده کښی - یعنی ددوی په کتابونوکښی دآخری رسول په باره کښی پیشنگوئی کړی شوی وه - هغی ته ئی وعده اوئیل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>