سُبْحَانَ الَّذِي ۶۴۵ بنی إسرائيل

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۱﴾ وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا مِنْ دُونِي وَكِيلًا ﴿۲﴾

پاکی ده اللّه تعالٰی لره (دهرقسم شرک او دعیبونونه) داسی ذات دی چه بوئ‌ تلو بنده خپل په ټکړه د شپی کښی دمسجد حرام نه ترمسجد اقصیٰ پوری هغه چه برکات اچولی دی مونږ چاپیره دهغی نه دپاره ددی چه اوښایو مونږ ده ته دنښو دقدرت اودتوحید زمونږ نه یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری او هرڅه وینی ﴿۱﴾
او ورکړی ؤو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب اوگرځولی ؤو مونږ هغه هدایت دپاره د بنی اسرائیلو چه مه نیسئ سیوا ځما نه کارساز ﴿۲﴾

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ذکرشوی ده په سبحان سره اودهغی داثبات دپاره معجزه د اسراء‌ ذکرشوی ده اودی ته دلیل وحی هم وئیلی کیږی او دلیل عقلی په (إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) سره دی -
تحقیق داسراء او دمعراج: اسراء په اصل لغت کښی دشپی بوتللوته وئیلی کیږی اومعراج بره خيژلو ته وائی - بیا دمسجد حرام نه مسجد اقصیٰ پوری دشپی بوتلل د رسول اللّٰه ﷺ په طریقه دمعجزی سره دی دی ته اسراء‌ وئیلی کیږی لکه په دی آیت کښی چه ذکرشوی دی او آسمانونه ته خيژول د رسول اللّٰه ﷺ په دغه شپه کښی، دی ته معراج وئیل کیږی اومحدثین کرام دا دواړه لفظونه دیوبل په ځای استعمالوی یعنی ټولی واقعی ته اسراء هم وائی او معراج هم وائی - اوقرآن کښی په دی آیت کښی ترمسجد اقصیٰ پوری داسراء واقعه ده اوپه سورة نجم کښی د آسمانونو معراج ذکرکړی شوی دی -اودارنگ روایت کوونکی دحدیث دمعراج څلورڅلویښت صحابه کرام دی نوداحدیث متواترشو - نومعلومه شوه چه واقعه دمعراج په دلیل قطعی سره ثابت ده اودارنگ دمسلمانانوپه دی اجماع ده نومعلومه شوه چه انکارکوونکی ددی نه زندیق او ملحد دی دارنگ ابن کثیرهم داحکم ذکرکړی دی - اودا معراج دبیدارئ په حالت کښی په بدن اوپه روح دواړو سره شوی دی اوپه دی باندی اجماع دامت ده - اوامام بیهقی ثابت کړی ده چه اسراء او معراج دواړه په یوشپه کښی شوی دی -
دیوڅوشبهاتوجوابات: اوله شبه داده چه دحدیث بخاری (ج ۱ ص ۱۱۲۱) په روایت د انس بن مالک رضی اللّه عنه سره دا الفاظ راغلی دی (فَاستَیقَظَ وَ هُوَ فِی المَسجِدِالحَرامِ) ددی نه معلومیږی چه دا معراج په خوب کښی وو؟ جواب دادی چه دا حدیث په روایت د شریک بن عبداللّه سره دی اوپه شریک باندی تهذیب التهذیب (ج ۴ ص ۳۳۸) کښی کلام دی چه دی قوی نه دی - دی به ډیرخطا کیدلو اودی د تقدیرنه منکروو - اوامام نووی په شرح د مسلم کښی د قاضی عیاض په حواله سره وئیلی دی چه دشریک په روایت کښی اوهام دی - دوهمه شبه داده، امام بیهقی په دلائل النبوة کښی حدیث دابن مسعود رضی اللّه عنه روایت کړی دی اود هغی نه معلومیږی چه دا د خوب واقعه ده؟ جواب دادی چه په دی سند کښی ابوهارون عبدی راوی دی او ابن کثیروئیلی دی چه دا راوی بی اعتباره وو او اَکذَب مِن فِرعَون ئی ورته وئیلی دی - دریمه شبه داده، حدیث د عائشة رضی اللّه عنها چه ابن جریر رواړی دی په هغی کښی تصریح ده چه دا واقعه روحانی ده؟ جواب، دادی چه ددی روایت په سند کښی یو راوی محمد بن حمید دی اومیزان الاعتدال (ج:۳ ص:۵۳۰) کښی په هغه باندی جرح کړی شوی ده ردی المذهب او کذاب ورته وئیلی شوی دی - اوبل راوی محمد بن اسحاق دی اوپه هغه باندی ډیرو اصحاب الجرح والتعدیل کلام کړی دی چه کذّاب او دَجّال وو - اوددی حدیث ښکاره دلیل دضعف بلکه وضع دادی چه عائشة رضی اللّه عنها هغه وخت ډیره وړه وه د رسول اللّٰه ﷺ سره ئی نکاح شوی نه وو - څلورمه شبه، په دغه شپه کښی د انبیاؤ علیهم السلام سره ملاقات شوی دی او هغوی سره خبری کړی شوی دی اومونځ ئی هم کړی دی او موسیٰ علیه السلام دتخفیف دمونځونو دپاره رسول اللّٰه ﷺ باربار واپس اللّه تعالٰی ته لیږلی وو دا ټول دلالت کوی چه پیغمبران پس دوفات نه هم ژوند دنیوی لری اوخبری او عبادات وغیره کولی شی؟ جواب دادی چه واقعه دمعراج معجزه ده او عالم مثال دی په هغی کښی ټول ارواح د انبیاء علیهم السلام رسول اللّٰه ﷺ ته ممثل کړی شوی وو، سیوا د عیسیٰ علیه السلام نه چه د هغه ژوند حقیقی وو - اوددی دلیل هغه حدیث دی چه (مثَّلت لی الانبیاء) اودارنگ ملاعلی قاری په مرقات شرح مشکوٰة کښی ډیرکرته تصریح کړی ده چه ارواح ممثل کړی شوی وو اوهغه په (ج:۱۱، ص:۲۲، ج:۱۱، ص:۱۴۱، ج:۱۱، ص:۱۴۳، ج:۱۱، ص:۱۴۵) کښی ذکرکړی دی - او فتح الملهم شرح مسلم (ج:۱، ص:۳۱۵) کښی وئیلی دی چه د هیچ چا نه نقل نیشته چه انبیاء علیهم السلام په دغه شپه دقبرونونه آسمانونوته نقل شوی وو - اوپه دغه شپه اولاد د آدم علیه السلام هغه خپل ښی طرف او کینړ طرف ته لیدلی وو اودارنگ هغه واعظان ددی امت چه بی عمله دی هغه ئی جهنم کښی لیدلی وو اوحال داچه هغوی تردغه وخت پوری پیدا شوی هم نه وو نوداټول ممثلات وو په دی آیت کښی لفظ د (بِعَبْدِهِ) دلیل دی چه د رسول اللّٰه ﷺ بدن او روح په دواړو سره معراج کړی شوی دی اوبله اشاره ده چه دهغه لوی مقام د عبدیت وو او لفظ د لَیلاً نکره ده دلالت کوی چه دشپی په لږه حصه کښی ئی بوتلی وو -
[۲] په دی ایت کښی دلیل نقلی دی د کتاب د موسیٰ علیه السلام ، چه هغه کتاب هم دتوحید دپاره نازل کړی شوی وو - او دتورات خلاصه په دی آیت کښی ذکرکړی شوی ده هغه داده چه د اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک ذمه وار اوکارساز مه جوړوئ اوداسی په سورة مزمل آیت (۹) کښی هم ذکر دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>