سُبْحَانَ الَّذِي ۶۴۴ بنی اسرائیل

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سورة بنی اسرائیل
اوبل نوم ئی سورة اسراء اوبل سورة سبحان دی -

ربط: ددی سورة دسورة نحل سره دادی چه سورة نحل کښی رد وؤ په استدلال دمشرکانو سره دتخویف دعذاب نه نوپه دی سورة کښی ذکر کوی داسباب دعذاب دارنگ دسورة نحل په آخرکښی په طریقه ددعوت کښی حکمت ذکرکړی دی نوپه دی سورة کښی دحکمت تفسیر دی -
دعویٰ ددی سورة داده: ذکر دڅلورو اسبابو دعذاب دپاره دتحذیر، سره د طریقی ددفع کولو د عذاب نه - سبب اول انکار دی د توحید نه او د اثبات د توحید پاره څلورطریقی دی - اوله طریقه رد په اقسامو دشرک اوپه مشرکینو دیارلس کرته ، دوهمه طریقه ذکرکول د دیارلس اسماؤ حسنیٰ د اللّه تعالٰی - دریمه طریقه، عقلی دلائل او آیت وحییه یعنی معجزات - څلورمه طریقه ذکرددعویٰ دتوحید شپږکرته او ددی سبب اوله نمونه ئی بنی اسرائیل ذکرکړی دی - سبب دوم انکاردمعجزاتو او آیات الٰهیونه اودهغی مثال په ثمود اوپه واقعه دآدم علیه السلام سره او ابلیس سره - سبب دریم ویستل درسولانو دوطن نه اودهغی مثال په هجرت د محمد ﷺ سره - سبب څلورم استهزاء کول په رسولانو پوری اوددی مثال په واقعه د موسیٰ علیه السلام اود فرعون سره -
خلاصه ددی سورة: سورة تقسیم دی څلورحصو ته - اوپه هرحصه کښی ئی یویو سبب ذکرکړی دی - اوله حصه تر (۵۸) پوری ده اوپه دی کښی اول ذکردی د دعوی دتوحید اواثبات دهغی په معجزی داسراء سره اوپه دلیل عقلی سره په (۱) کښی بیا دلائیل نقلی دکتاب د موسیٰ علیه السلام نه په (۲) کښی بیاترغیب توحید ته په (۳) کښی بیا ذکردنمونی دعذاب په حال د بنی اسرائیلو سره د (۴) نه تر (۸) پوری، بیا معجزه دقرآن دپاره داثبات دتوحید اوتخویف اوبشارت (۱۰،۹) کښی، بیاذکرد حکمت د ارسال رُسل (۱۵) کښی، بیا تخویف دنیوی (۱۶) کښی، اودهغی نمونه آیت (۱۷) کښی، اوتخویف اخروی (۱۸) کښی، بشارت (۲۱،۲۰،۱۹) آیتونوکښی، بیا دعذاب ددفع کولودپاره دری امورئی ذکرکړی دی - اول دشرک نه بچ کیدل (۲۳،۲۲) کښی دوهم احسان دمخلوق سره د (۲۳) نه تر(۳۰) آیت پوری - دریم عدل کول او ظلمونونه نه بچ کیدل، اوهغه لس امورئی ذکرکړی دی، بیادوم زجر په شرک بالملائکة سره (۴۰) آیت کښی، اودریم زجرپه نفرت کولوسره دقرآن نه، بیا مسئله دتوحید او ردشرک (۴۴،۴۳) کښی بیا څلورزجرونه یو په انکاردقرآن سره (۴۵) کښی، اودوهم په انکاردتوحید نه (۴۶) کښی اودریم په انکار درسول نه په (۴۷) اوڅلورم په انکاردبعث نه د (۴۹) نه تر(۵۲) پوری - بیا ترغیب توحید ته (۵۴،۵۳) کښی، بیادلیل عقلی (۵۵) کښی بیا رد په مشرکین بالجن باندی سره درد شرک فی التصرف او شرک فی الدعاء نه (۵۸،۵۷،۵۶) کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>