رُبَمَا ۶۴۳ اَلنَّحْل

وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ ﴿۱۲۷﴾ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ ﴿۱۲۸﴾

اوصبرکوه اونه دی ستاصبرمگرپه مدد د اللّه تعالٰی سره دی اومه غمژن کیږه په دوی باندی اومه کیږه په تنگسیاکښی دهغی نه چه دوی چلونه جوړوی ﴿۱۲۷﴾
یقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دی (په امداد کولو) دهغه چاچه تقویٰ لری اودهغه کسانو چه ښائسته کارونه کوی ﴿۱۲۸﴾

[۱۲۷] په دی کښی بیان ددری آدابودی ددعوت کوونکی دپاره - اول ادب (وَاصْبِرْ) تیرشوی آیت کښی اختیاروو دمعاقبی اودصبرکولو اوپه دی آیت کښی تعین د صبردی - وجه ددی داده چه هغی آیت کښی خطاب وو عام داعیانو ته اودی آیت کښی مخاطب دی امیردداعیانو او ددواړو په حال کښی فرق په کار دی اودوهم (لَا تَحْزَنْ) مرا ددی نه اظهار دغم او افسوس دی په داسی طریقه سره چه دنور کارنه غافل شی او دریم (وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ) مراد ددی نه غم او افسوس کول دی -
[۱۲۸] په دی آیت کښی بشارت دی داعی ته په معیت خاص د اللّه تعالٰی سره چه هغه نصرت کول دی لیکن په دوؤ شرطونو سره دپاره د داعی، یوتقویٰ اودوهم احسان - او احسان په معنیٰ داخلاص دی - تقویٰ نه مراد عقیده دتوحید ده اودشرک به بچ کیدل اود محسنون نه مراد عمل دطاعاتودی -
فائده: هرم بن حبان رضی اللّه عنه ته په وخت د زنکدن کښی اوئیلی شول چه مونږته وصیت اوکړه نو هغه اوئیل زه تاسو ته وصیت کوم په آخری آیتونو دسورة نحل سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>