رُبَمَا ۶۴۲ اَلنَّحْل

إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۲۴﴾ ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۲۵﴾ وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ ﴿۱۲۶﴾

یقیناً مقرر کړی شوی دی تعظیم دورځ د خالی په هغه خلقو باندی چه اختلاف ئی کړی ؤو (په ورځ دتعظیم کښی) اویقیناً ستارب به خامخا فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت په هغه څه کښی چه دوئ په هغه کښی اختلاف کوی ﴿۱۲۴﴾
بلنه کوه درب لاری ته په کلکی طریقی سره اوپه ښائسته وعظ سره اوجواب کوه ددوی دخبرو په ښه طریقی سره یقیناً ستارب هغه ښه پوهه دی په هغه چاچه واوړی د لاری دهغه نه اوهغه ښه پوهه دی په هدایت والو ﴿۱۲۵﴾
اوکه تاسو بدله اخلئ نوبدله اخلئ‌ په مقدار د تکلیف درکړی شوی ستاسو اوکه تاسوصبراوکړو نودا ډیرښه دی دپاره دصبرناکوخلقو ﴿۱۲۶﴾

[۱۲۴] په دی آیت کښی جواب دیو شبهی دی هغه داده چه ابراهیم علیه السلام په دین کښی دخالی ورځی تعظیم لازم وو، اوته ای نبی دهغه نه مخالفت کوئی حاصل دجواب دادی چه تعظیم دخالی دورځی فرض کړی شوی وو په (الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ) باندی اوهغه یهودیان وو، دا تعظیم په دین د ابراهیم علیه السلام کښی نه وؤ او د الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ مطلب دادی چه اللّه تعالٰی دوی له اختیار ورکړو چه په هفته کښی یوه ورځ دتعظیم دپاره مقرر کړئ‌ او ورسره ئی اوفرمائیل چه جمعه ځما په نیزغوره ده نولازم داوه چه دوی خپله رضا د اللّه تعالٰی درضا تابع کړی وی لیکن دوی د سبت (خالی) ورځ غوره کړه - اودوی او نصاریٰ په کښی مختلف شول - اونصاریٰ په زمانه د قسطنطین کښی ددوی په خلاف د اتوار ورځ غوره کړله -
[۱۲۵] په دی آیت کښی تیزی ورکوی په دعوت کولوباندی اوترآخر دسورة پوری دهغی پنځه اداب ئی ذکرکړی دی په دی آیت کښی او ددی نه بعد کښی امرددعوت دی په (ادْعُ) سره اوطریقه ددعوت اوحکم دمصائبو ددعوت ذکرکړی شوی دی - اومقصد ددعوت (إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ) دی مراد ددی نه توحید او نورعقائد دی چه په دی سورة کښی ذکرشول، اوطریقه ددعوت داده، اول اثبات د موسیٰ (دمسئلی) په پاښه او یقینی دلیلونوسره اودیته الْحِكْمَةِ وائی ځکه چه حکمت په معنیٰ د اتقان دعلم اودعمل دی او ددی حکمت تفصیل په سورة اسراء (۳۹) کښی ذکرشوی دی نومراد ددی نه قرآن او حدیث صحیح دی - دوهم ترغیب مدعیٰ ته په ذکردبشارتونو او انعاماتو اوتخویفاتو اوزجرونو سره دی او دیته (الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) وائی - اودریم جواب دشبهاتودی په نرمه طریقه اولهجه سره اوپه دی جوابونو کښی دمخاطب چپ کول دی ځکه ئی هغه ذکرکړه په (جَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) سره او (إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ) سره اشاره ده چه ستاسوپه ذمه دعوت کول دی اوهدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی اودا اشاره ده نتیجی ددعوت ته -
[۱۲۶] په دی کښی اشاره ده مصائبوددعوت ته اودهغی علاج په دوه طریقوسره دی اول معاقبه (یعنی بدل اخستل) په مثل سره، اودوهم صبرکول او دوهمه طریقه غوره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>