سُبْحَانَ الَّذِي ۶۴۶ بنی إسرائيل

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا ﴿۳﴾ وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا ﴿۴﴾

ای اولاد دهغه چاچه مونږ سواره کړی ؤو د نوح علیه السلام سره یقیناً هغه بنده شکر گذار ؤو ﴿۳﴾
اوفیصله اَورَولی وه مونږ بنی اسرائیلو ته کتاب کښی خامخا فساد به کوئ په ځمکه کښی دوه کرته او لوئی به کوئ تاسو لوئ ډیره ﴿۴﴾

[۳] په دی آیت کښی ترغیب دی دتوحید منلوته په دووطریقوسره اول داچه ما په تاسو انعام کړی دی چه ستاسو نیکونه می دنوح علیه السلام سره په کشتئ کښی بچ کړی وو اودوهم داچه ستاسو پلار نوح علیه السلام توحید والاوو اوتوحید بیانوونکی وو - اودا معنیٰ د (شَكُورًا) ده نوولی دخپل نیکونونه مخالف کوئ‌ او (ذُرِّيَّةَ) نه مخکښی لفظ دیا اوپه آخردآیت کښی لفظ اشکروا پټ دی -
[۴] هرکله چه تیرشوی آیاتونو کښی مسئله دتوحید ئی په دلیلونوسره ثابته کړه نو اوس حال د بنی اسرائیلو ذکر کوی چه هرکله دوی ددی مسئلی دتوحید نه دوه کرته مخالف اوکړو نود اللّه تعالٰی دطرف نه په دوی ظالمان بادشاهان مسلط کړی شول او دا د اللّه تعالٰی عذاب دنیوی دی په سبب دانکار د توحید سره چه په خلقوباندی راځی - اوس هم دا عبرت دی چه نن زمانه کښی هم د اسلام په دعویٰ کوونکوباندی ظالمان بادشاهان مسلط دی یا د دشمن په مقابله کښی کمزوری دی دا ددی وجی نه چه په عقیدوکښی صحیح توحید نیشته بلکه په قسم شرکیاتو او نورو ظلمونو کښی اخته شوی دی هان لږ کسان به وی دقیامت ترنزدیکت پوری چه هغوی به په توحید باندی کلک او مضبوط وی په سبب دحدیث د لاتزال طائفة من امتی سره په (قَضَيْنَا) کښی اشاره ده چه داپه تورات کښی په طریقه د پیشنگوئ سره ذکرده لکه زمونږ نبی ﷺ د ډیرو فتنو او ملاحمو پیشنگوئ کړی دی اوهغه رشتیا دی (لَتُفْسِدُنَّ) مراد دفساد نه مخالفت کول دی د شریعت د موسیٰ علیه السلام نه روستو دوی د الیاس علیه السلام او د عزیرعلیه السلام زمانه کښی په شرک کښی اخته شول اودارنگ پس درفع د عیسیٰ علیه السلام نه دوی عیسیٰ علیه السلام د اللّه تعالٰی سره شریک کړو اوهغه ته ئی د اللّه تعالٰی ځوی اوئیلو اودارنگ په دواړو زمانو کښی احبار او رهبان ئی د اللّه تعالٰی سره شریک کړل او قبورو دانبیاء او دبزرگانو نه ئی مساجد جوړ کړل نودیته فساد وائی (وَلَتَعْلُنَّ) په دی کښی اشاره ده نورو ظلمونو او معاصی اوبدعاتو ته اوتعدی کول په حقوق العباد کښی اودا په دوی کښی په کثرت سره ښکاره شول ددی وجی نه ئی (عُلُوًّا كَبِيرًا) اوئیل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>