رُبَمَا ۶۰۹ اَلنَّحْل

وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ ﴿۶﴾ وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنْفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۷﴾ وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۸﴾ وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹﴾ هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَكُمْ مِنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ ﴿۱۰﴾

اوتاسو لره په هغی کښی ښائست دی کوم وخت چه واپس راولئ اوکله چه صباوخت ئی صحراته بوځئ ﴿۶﴾
اوپورته کوی بوجونه ستاسو داسی ښارونوته چه نه ئی تاسو رسیدونکی هغی ته مگرپه تکلیف دنفسونوسره یقیناً ستاسورب ډیرشفقت کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۷﴾
او پیداکړی دی آسونه او کچری اوخره دپاره ددی چه په هغی باندی سورلی اوکړئ‌ او دپاره ډول اوپیدا کوی هغه څه چه تاسونه پیژنئ ﴿۸﴾
اود اللّه تعالٰی په ذمه باندی (بیان کول) دسمی لاری دی اوبعضی لاری کږی دی اوکه اللّه تعالٰی غوښتلی خامخا هدایت به ئی تاسوټولو ته کړی وی ﴿۹﴾
خاص اللّه تعالٰی داسی ذات دی چه راورئ دبره طرف نه اوبه تاسو له دهغی نه څښکل دی اودهغی نه پیداکیږی ونی چه په هغی کښی سرَوئ (څارؤولره) ﴿۱۰﴾

[۶] دا څلورم عقلی دلیل دی اومراد ددی دادی چه تاسو کله څاوری صحراته بوځئ اوکله ئی واپس راولئ‌ نوښائسته ښکاری اوهرکله چه واپس راوستل کیږی نوماړه شوی په خوراک او څښکاک نوښائست په کښی ډیروی نوددی وجی نه (تُرِيحُونَ) ئی مخکښی ذکرکړی دی -
[۷] دا پنځم دلیل عقلی دی اوپه دی آیت کښی ذکردبارونو اوړلودی په څاروو باندی دپاره ددفع دمشقت دانسان نه نوددی وجی نه دآیت اختتام ئی اوکړو په (لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ) سره -
[۸] دا شپږم دلیل دی اوپه دی کښی دری اقسام دحیواناتو اودوه فائدی لوی ذکرشوی دی یوسورلی کول او دوهم زینت کول، دا دلیل دی په دی باندی چه زینت جوړول ددنیا په څیزونوسره د حدود شریعوؤ دلاندی جائز دی نوپه دی کښی خوراک نه دی ذکرکړی ځکه چه خراو خچرخوړل بالاتفاق حرام دی اوهرچه آسونه دی نودوجی داختلاف داحادیثونه دهغی په باره کښی داهل علمو اختلاف دی اوراجح داده چه حلال دی او (مَا لَا تَعْلَمُونَ) کښی اشاره ده هغه حشراتو او زنده سروته چه په اوچه او دریابونوکښی دی اوټول مخلوق هغی لره نه پیژنی - نوپه دی کښی دلیل دی په نفی دعلم کُلّی سره دتمام مخلوق نه (لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً) هرکله چه رکوب کله کله وی او زینت همیشه وی ددی وجی نه اول ئی په صیغه دفعل سره اودوهم ئی مصدرذکرکړو -
[۹] په دی آیت کښی تنبیه ده په فائده ددلیلونوباندی چه هغه بیانول دحق لاری دی خوبیاهم اشاره ده چه هدایت په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی نه‌ په دلیلونو کښی فقط (وَمِنْهَا جَائِرٌ) ددی معنیٰ داده چه بعضی لاری کږی دی دحق نه اودوهمه معنیٰ داده چه بعضی خلق کاږه روان دی دلاری دحق نه -
[۱۰] دا اووم دلیل دی او دی آیت کښی اشاره ده چه دباران اوبه دڅښکلودپاره اکثراستعمالیږی لکه سورة فرقان آیت (۴۹،۴۸) اوبعضی خلق اوبه د ځمکی (ماءالبحر) پس دصفا کولونه استعمالوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>