رُبَمَا ۶۱۰ اَلنَّحْل

يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۱﴾ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۲﴾ وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۳﴾ وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۴﴾ وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵﴾

راټوکوی تاسولره په هغی سره فصل او خونان او کهجوری اوانگوراو د هرقسم میؤو نه یقیناً په دی کښی دلیل دتوحید دی هغه قوم لره چه فکرکوی ﴿۱۱﴾
اوتابع کړی دی (دحکم خپل) تاسولره شپه او ورځ اونمر او سپوږمئ اوستوری تابع کړی شوی دی دحکم دهغه یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه دعقل نه کاراخلی ﴿۱۲﴾
(اوپیدا کړی دی) هغه څه چه خواره کړی دی په ځمکه کښی مختلف دی رنگونه دهغی یقیناً په دی کښی شته دلیل هغه قوم لره چه نصیحت قبلوی ﴿۱۳﴾
او اللّه تعالٰی داسی ذات دی چه تابع کړی دی دریاب (دحکم خپل) دی دپاره چه خورئ د هغی نه غوښه تازه او راوباسئ دهغی نه کالی چه اغوندی هغه اووینی ته کشتئ اوبه شلؤونکی په هغی کښی او دپاره ددی چه طلب کړئ‌ فضل دهغه اودی دپاره چه شکر اوکړئ ﴿۱۴﴾
اواچولی دی په ځمکه کښی پاځه غرونه دپاره ددی چه اونخوځیږی گډه وډه په تاسوباندی اوسیندونه او لاری ددی دپاره چه هدایت اومومئ ﴿۱۵﴾

[۱۱] دا اتم دلیل دی په دی کښی څلوراقسام دنباتاتو تفصیلاً ذکردی اونوراجمالاً زرع کښی غِذاء ده اوپه زیتون کښی تیل دی اوپه نخیل کښی تفکهه اوغِذا دواړه دی اوپه اعناب کښی علاج او تفکهه دی اوپه دی ټولو کښی بی شماره منافع دی نو ددی وجی نه ددی دپاره ئی تفکرکول ضروری کړی دی (لَآيَةً) مفرد په معنیٰ دجمع سره دی یعنی ډیرآیات دی اوهرکله چه فائدی ددی یوقسم ته راجع دی یعنی اکل وشرب نومفرد ئی ذکرکړو -
[۱۲] دا نهم دلیل او معنیٰ دتسخیرداده چه اللّه تعالٰی داڅیزونه دخپل امرتابع کړی دی دانسان دفائدو دپاره اوتسخیردستورو ئی جدا ذکرکړو ځکه چه ددی په فائدو عام خلق نه پوهیږی (لَآيَاتٍ) هرکله چه فائدی ددی جدا جدا اقسام دی ددی وجی نه جمع ئی ذکرکړله اوفائدی ددی په عقل سره معلومیږی فکر (چه عمیق عقل چلول دی) ته حاجت نه لری ددی وجی نه یعقلون ئی ذکرکړو -
[۱۳] دا لسم دلیل دی اودا عطف دی په الَّیل باندی تیرشوی آیت کښی - اوتفصیل ددی آیت په سورة فاطر (۲۸،۲۷) کښی دی هرکله چه اختلاف درنگونو امرواحد دی ددی وجی نه لَآيَةً ئی مفرد ذکرکړو -
[۱۴] دا یوولسم دلیل دی هرکله چه مخکښی ایتونوکښی د وچی منافع ئی ذکرکړل نوپه دی آیت کښی منافع دبحرذکرکوی اوهغه ئی پنځه ذکرکړی دی اوتسخیردبحر دادی چه اللّه تعالٰی انسان لره قدرت ورکړی دی چه څوک په بحرکښی لامبووهی اوڅوک په کښی په کشتوکښی گرځی اوفائدی ترینه اخلی - مراد د (حِلْيَةً) نه لؤلؤ اومرجان دی لکه سورة رحمٰن آیت (۲۲) کښی چه ذکر دی دارنگ په دریاب کښی کنجکی صدفونه وغیره شته دهغی نه امیلونه جوړیږی -
[۱۵] دا دولسم دلیل دی (أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ) مراد ددی نه دادی چه ځمکه گډه وډه اونه خوځیږی په تاسو ځکه چه مید په لغت دعربوکښی گډوډ حرکت ته وائی او (لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) د سُبُل سره تعلق لری یادری واړو سره متعلق دی ځکه چه دغرونو په سبب هم ملکونه معلومیږی اوداسی ذکرپه سورة انیباء (۳۱) کښی هم شته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>