رُبَمَا ۶۰۸ اَلنَّحْل

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَتَى أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱﴾ يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ ﴿۲﴾ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُبِينٌ ﴿۴﴾ وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۵﴾

دادی را اورسیدو حکم د اللّه تعالٰی پس تلوار ورباندی مه کوئ پاک دی اللّه تعالٰی او اوچت دی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی ﴿۱﴾
نازلوی اللّه تعالٰی ملائک په روح سره دوجی دحکم خپل نه په هغه چاباندی چه اوغواړی دبندگانوخپلونه چه ویره ورکړی په بیان ددی خبری چه نیشته حق دار دبندگئ‌ سیوا ځما نه پس ځمانه اوویریږئ ﴿۲﴾
پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه دپاره دحق ښکاره کولو اوچت دی دهغی نه چه دوئ ورله شریک جوړوی ﴿۳﴾
پیدا کړی دی انسان لره دنطفی نه پس دغه کس مقابله کؤونکی ښکاره دی ﴿۴﴾
اوڅاروی پیدا کړی دی اللّه تعالٰی ستاسودپاره په هغوی کښی سامان دی دگرمیدلو اوفائدی دی اودهغی نه تاسوخورئ ﴿۵﴾

سورة النحل

ربط: ددی سورة دسورة حجر سره دادی چه په هغه سورة کښی تخویف وؤ منکرینو دتوحید ته نوپه دی سورة کښی رددی په عذرباطل دمشرکانو -
دعویٰ ددی سورة: رددی په استدلال دمشرکینودپاره دجواز دشرک په مشیت د اللّه تعالٰی سره چه ذکرشوی دی په آیت (۳۵) کښی اورد دی په هغی باندی په لسوطریقوسره اوله طریقه شپږویشت (۲۶) عقلی دلیلونه چه تقسمیږی څلورو قسموته، اول قسم دیارلس عقلی دلیلونه چه په هغی کښی پیدایش دلویو لویو څیزونو ذکردی، دوهم قسم دری عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی ذکرشوی دی انقیاد د ټولو مخلوقاتو اللّه تعالٰی ته - دریم قسم شپږ عقلی دلیلونه دی چه په هغی ذکرشوی دی پیدائش د منافع څیزونو او څلورم قسم څلورعقلی دلیلونه دی چه په هغی تذکیردی دلویو نعمتونو - اودوهمه رد دی دشرک په ټولو اقسامو یعنی شرک فی العلم، شرک فی التصرف، اوشرک فی الدعاء اوشرک فی العبادة اوشرک په تحلیل او تحریم کښی او دریمه طریقه رد په شرک باندی په دلیل نقلی اجمالی سره دټولو انبیاؤ نه په آیت (۳۶) کښی اود ابراهیم علیه السلام نه په (۱۲۰) کښی او څلورمه طریقه رد دی په مشرکینو په ذکرددریو مثالونوسره، اوپنځمه طریقه ذکرد نزول دعذاب دی په مشرکینوباندی په آیت (۱۱۲) کښی، اوشپږمه طریقه ترغیب دی پوره کولو دعهد د اللّه تعالٰی ته چه هغه توحید دی او ویره ورکول دی نقض دعهد نه - اوومه طریقه رد دشرک دی په دلیل وحی سره آیت (۵۱) کښی، او اتمه طریقه ذکرددعویٰ دتوحید دی په مختلفو تعبیراتوسره، اونهم طریقه ذکر د یولس اسماء حسنیٰ دی چه خاص دی په اللّه تعالٰی پوری، اولسمه طریقه انکاردشرکاؤ ددوی دی دشرک ددوئ نه په ورځ دقیامت په آیت (۸۶) کښی -
خلاصه ددی سورة: داده چه دا سورة تقسیم دی اووه بابونوته - اول باب تر (۳۴) پوری دی په دی باب کښی اول دعویٰ دتوحید ده بیا دیارلس عقلی دلیلونه دی چه په هغی ذکرشوی دی پیدایش د دیرش غټو څیزونو د آیت (۳) نه تر (۱۶) پوری بیا رد دی په شرک فی التصرف اوفی العم او فی الدعاء باندی ددعویٰ دتوحید نه تفریعاً دآیت (۳) نه ترآیت (۱۶) پوری بیا رد دی په شرک فی التصرف او فی العلم او فی الدعاء باندی سره ددعویٰ دتوحید نه تفریعاً د آیت (۱۷) نه (۲۲) پوری بیا زجردی په انکاردقرآن سره په (۲۴) آیت کښی، اوتخویف اخروی دی په آیت (۲۵) کښی اودارنگ په (۲۹،۲۸،۲۷) کښی، اوتخویف دنیوی دی په آیت (۲۶) کښی او اودارنگ په (۳۴،۳۳) کښی اوبشارت دی په (۳۲،۳۱،۳۰) کښی -

تفسیر

[۱] د (أَمْرُ اللَّهِ) نه مراد عذاب ددنیادی په سبب دشرک سره یاقیامت دی، یامراد ددی نه مسئله دتوحید د اللّه تعالٰی ده چه په آخری جمله کښی ذکرده اوبناء په آخری تفسیرباندی معنیٰ د (فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ) داده چه جلتئ مه کوئ په انکار ددی مسئله بلکه فکراوکړئ په مضامینوددی سورة کښی بناپه اول توجیه باندی (سُبْحَانَهُ) ذکر دتوحید دی دپاره دامن دعذاب د اللّه تعالٰی نه -
[۲] دا دلیل وحی دی اودروح نه مراد وحی ده اوبیان دمسئلی دتوحید دی - په دی کښی اشاره ده چه مسئله دتوحید د اللّه تعالٰی دطرف نه په واسطه دملائکو رالیږلی شوی ده اوددی تبلیغ فرض کړی شوی دی په هغه دلیلونوسره اوپه هغه طریقه سره چه په دی کښی اللّه تعالٰی ذکرکړی ده (أَنْ أَنْذِرُوا) بدل اشتمال دی د الرُّوح نه او أَنَّهُ (دوهم) تفسیر دانذار دی -
[۳] دا دلیل اول دی او د (بِالْحَقِّ) نه مراد اظهار دتوحید دی یامراد ددی نه حکمت دی (تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ) په اول آیت کښی دعذاب ذکر وؤ چه په یووجی سره نقصان دی اوپه دوهمی وجی سره اظهار دقدرت د اللّه تعالٰی دی نو سبحانه په نسبت داول او تعالٰی په نسبت ددوهم سره ذکرکړو اوپه دی کښی صرف صفت دخلق دعالم ذکرکړی دی چه دلالت کوی په علو د اللّه تعالٰی باندی -
[۴] دا دوهم دلیل دی سره دزجرنه اوهم دارنگ ذکرشوی دی په سورة یٰس (۷۷) کښی لیکن سورة یٰس کښی خصومت په باره دانکار دقیامت دی اودلته خصومت په انکاردتوحید سره دی -
[۵] هرکله چه ذکرشو پیدایش دمکان اود مکین نواوس ذکرکوی پیدائش دهغی څیزونو چه انسان هغی ته په ژوند تیرولو کښی محتاج دی اودا دریم عقلی دلیل دی (دِفْءٌ) نه مراد هغه څیزونه دی چه د هغه په اغوستلوسره گرمائش حاصلیږی او سړزی (یخنی) پری دفع کیږی چه هغه جوړیږی دوړئ اود پشم اود ویختونه - اومنافع کښی اشاره ده پیو او غوښو اوبچو وغیره ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>