رُبَمَا ۶۰۷ الحجر

إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ ﴿۹۵﴾ الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ ﴿۹۷﴾ فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ ﴿۹۸﴾ وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ﴿۹۹﴾

یقیناً مونږ کافی یوتالره په مقابله دټوقو کؤونکو کښی ﴿۹۵﴾
هغه کسان چه جوړوی د اللّه تعالٰی سره بل مدد گار پس زرده چه دوی به پوهه شی ﴿۹۶﴾
او یقیناً پوهیږومونږ چه تنگیږی سینه ستا په هغه خبروچه دوئ وائی ﴿۹۷﴾
پس تسبیح وایه سره د ستائینی درب ستانه اوهمیشه اوسه دسجده کؤونکونه ﴿۹۸﴾
او بندگی کوه د رب خپل تردی پوری چه راشی په تاباندی مرگ ﴿۹۹﴾

[۹۵] په دی آیت کښی تسلی ده نبی ته او دتخویف دنیوی بله نمونه ده یعنی (الْمُسْتَهْزِئِينَ) پنځه کسان وو دسردارانو دمکی والونه اودوی هلاک کړی شو په ورځ دبدر یا هلاک کړی شوی دی جدا جدا لکه چه خازن دهغی تفصیل ذکرکړی دی -
[۹۶] دا اشاره وه سبب داستهزاء ته یعنی دوی شرک کووپه الوهیت کښی نوپه دی وجه ئی استهزاء کوله په پیغمبرپوری -
[۹۷] په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته اوتنگوالی د زړه طبعاً او بی اختیاره دی -
[۹۹،۹۸] په دی آیتونوکښی بیان دعلاج دی دپاره دتنگوالی د زړه اوپه دی کښی بیان ددریوآدابو دی اودارنگ دا دعوه دتوحیدده په اختتام دسورة کښی ، او (الْيَقِينُ) مراد ددی نه مرگ دی لکه سورة مدثرآیت (۴۷) کښی اودارنگ په حدیث دعثمان بن مظعون رضی اللّه عنه کښی چه ذکردی ( فَقَد جَاءَه ُ الیَقِین) او دا امام بخاری رحمة اللّٰه علیه راوړی دی - او مرگ یقین ځکه وئیلی کیږی چه راتلل دمرگ په هرنفس باندی اتفاقی مسئله ده -
فائده: ملحدینو متوصفؤو دیقین نه معرفت د اللّه تعالٰی اراده کړی ده نوپه دی آیت سره ئی دلیل نیولی دی چه هرکله یوانسان په عبادت کولو سره معرفت ته اورسیږی نودهغه تکلیف شرعی ساقط شی - اوعبادت کول ورته معاف شی اودهغه گناه ته گناه نه وئیل کیږی، لیکن داکفراو ضلال او جهل دی په یوڅو وجوهوسره اوله وجه داده چه انبیاء علیهم السلام او صحابه کرام رضی اللّه عنهم ښه معرفت والاوواوحال دادی چه هغوی عبادت ترمرگه پوری نه دی پریخودی - اودوهمه وجه داده چه یقین نه وړاندی مرتبه دشک وی اوپه حال دشک کښی هیڅ عبادت کول جائزنه وی ځکه چه بناء دعباداتوپه نیت باندی ده اونیت اوشک یوبل سره منافی دی اودریمه وجه داده چه په دلیل دقرآن اوحدیث صحیح اود اقوالودسلفو سره ثابت ده چه مراد دیقین نه په دی آیت کښی مرگ دی اوهغه تفسیرچه دحدیث اود اقوالو دسلفونه مخالف وی نو هغه تحریف وی اوتحریف په قرآن کښی کفردی - ابن کثیراو الوسی په دوی باندی ددی آیت په تفسیرکښی پوره رد کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>