رُبَمَا ۶۰۶ الحجر

الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ ﴿۹۱﴾ فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹۲﴾ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾ فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ﴿۹۴﴾

هغه کسان چه گرځولی دی قرآن لره پوټی پوټی ﴿۹۱﴾
پس قسم دی په رب ستا خامخا به تپوس اوکړو ددی ټولونه ﴿۹۲﴾
دهغه عملونو چه دوئ کول ﴿۹۳﴾
پس صفا صفا بیان کړه هغه چه تاته حکم کړی شوی دی دهغی دبیانولو اومخ اوگرځوه د مشرکانونه ﴿۹۴﴾

[۹۱] ټکړی کول دقرآن دادی چه ایمان لری په هغی باندی چه ددوی دتقاضا موافق وی اوانکار کوی دباقی نه یادټکړی کولو مطلب دادی چه دوی مختلفی فتوی کولی په باره دقرآن کښی کله به ئی وئیل چه دا دروغ دی اوکله به ئی وئیل چه داسحردی اوکله به ئی وئیل چه داشعردی اوکله به ئی چه کهانت دی -
[۹۳-۹۲] صحیح قول دادی چه تپوس کول په ورځ دقیامت عام دی د امتونونه اود انبیاؤ اود اقوالو اعمالو ټولوپه باره کښی به پوښتنه وی په دلیل دسورة اعراف (۶) باندی -
فائده ۱: که شبه اوکړی شی چه سورة قصص آیت (۷۸) اوسورة رحمٰن آیت (۳۹) کښی عدم دسوال ذکرشوی دی نودار تعارض دی ظاهراً‌ - جواب په څلورو طریقوسره دی اوله طریقه داده چه یونفس عمل کول اونه کول دی اودوهم باعث دعمل کولو اوطریقه دعمل کولو ده نوداول تپوس نه شی کیدی اود دوهم تپوس به کیدی شی په لِمَ او کیف سره دوهمه طریقه داده چه تپوس په دوه قسمه دی یودپاره دخبرحاصلولو اودوهم دپاره دزورنی ورکولو نوداول قسم تپوس نشی کیدی اود دوهم قسم به کیدی شی، اودریمه طریقه داده چه په قیامت کښی مختلف ځایونه دی نوپه بعضو ځایونوکښی تپوس کیدی شی اوپه بعضو ځایونوکښی نه شی کیدی اودا جوابونه خازن کړی دی اوڅلورمه طریقه دجواب داده چه په سورة قصص او رحمٰن کښی مراد دادی چه په باره دگناه دیوتن کښی دبل کس نه تپوس نشی کیدی اوپه دی سورة کښی مقصد دادی چه دهرچانه دخپل خپل عمل تپوس کیدی شی -
فائده ۲: تپوس کول عام دی دحساب کولونه خکه حساب دبعضی کسانوسره نه کیږی بی حساب به جنت ته داخلیږی اوتپوس دهرچانه کیدی شی -
فائده ۳: دلته ئی (يَعْمَلُونَ) ذکرکړی دی دی کښی اشاره ده دی خبری ته چه صرف قول ته اعتبارنیشته بلکه اعتبار عمل کولو ته دی اگرچه دقول په باره کښی به هم سوال کیدی شی -
[۹۴] په دی کښی دوه آداب ذکردی داول مطلب دادی چه ښه ښکاره کړه هغه مسئلی چه امرشوی دی تاته دتبلیغ دهغی اودوهمه معنیٰ داده چه اوچوه زړونه دمشرکانو په بیان دمسئلی دتوحید اودریمه معنیٰ داده چه تس نس کړه ډله دمشرکانو په بیان دتوحید سره - او دوهم ادب مقصد دادی چه دمشرکانو ټوقو او مسخرو اود هغوی دمقابله کولو څه پرواه مه لره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>