رُبَمَا ۵۹۲ الحجر

رُبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ كَانُوا مُسْلِمِينَ ﴿۲﴾ ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَعْلُومٌ ﴿۴﴾ مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ ﴿۵﴾ وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ ﴿۶﴾ لَوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلَائِكَةِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۷﴾ مَا نُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا إِذًا مُنْظَرِينَ ﴿۸﴾ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۹﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۰﴾

ډیرکرته ارمانونه به کوی کافران چه کاش دوئ توحید قبول کړی وی ﴿۲﴾
پریږده دوئ چه خوراک کوی اومزی ددنیا اخلی اوغافل کړی دی دوئ لره امیدونو نوزرده چه دوئ به پوهه شی ﴿۳﴾
اونه دی هلاک کړی مونږیوکلی مگردهغی دپاره لیکل دی مقرر ﴿۴﴾
نه شی وړاندی کیږی یوامت دخپلی نیټی نه او نه شی روستو کیدی ﴿۵﴾
اودوئ وائی ای داسی سړیه چه نازل کړی شوی ده په هغه باندی وحی (په خپل گمان کښی) ته یقیناً خامخا لیونی ئی ﴿۶﴾
ولی نه راولی مونږته ملائک که ته ئی درشتینونه ﴿۷﴾
مونږنه نازلؤو ملائک مگرپه عذاب سره اودغه وخت به دوئ‌ له مهلت نشی ورکیدی ﴿۸﴾
یقیناً‌ مونږنازل کړی ده وحی اویقیناً مونږ دهغی حفاظت کؤو ﴿۹﴾
اویقیناً لیږلی مونږ دی ستانه مخکښی (رسولان) په ډلو دمخکنوکښی ﴿۱۰﴾

[۲] په دی آیت کښی ذکردتخویف دی چه مشرکان به په وخت دعذاب کښی دتوحید دمنلو اود قرآن دمنلو ارمان کوی -
[۳] په دی کښی زجردی په محبت ددنیا چه هغه خوراک او نوری مزی ددنیا دی اوزجردی په غفلت سره دتوحید نه په سبب دامیدونو اودا سبب دانکاردی اوحدیث مرفوع کښی نقل دی چه څلورڅیزونه سبب دبدبختئ دی اول دسترگو اوچوالی دوهم دزړه سختوالی او دریم اوږدوالی دامیدونو اوڅلورم حرص ددنیا -
[۵-۴] په دی آیتونوکښی تخویف دنیوی دی چه عذاب به راځی په نیټه مقرره یعنی اگرچه دوی له مهلت ورکړی شوی دی دپاره دخوراک او مزو لیکن زرده چه په دوئ به عذاب راځی لیکن دهغی دپاره اجل مقرر شته دی اودا دعویٰ دسورة ده -
[۶] په دی کښی زجردی په استهزاء کولوسره په رسول پوری (نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ) یعنی ستا په دعوی سره اودا معطوف دی په آیت (۳) باندی اود منکرینوصفات قبیحه ذکرکوی -
[۷] په دی آیت کښی طلب کول دی درسول نه دملائکوراوستلو دپاره دشهادت ورکولو په صدق د نبی ﷺ باندی یادپاره دامداد کولولکه چه فرعون د موسیٰ علیه السلام نه هم دا مطالبه کړی وه سورة زخرف (۵۳) -
[۸] په دی کښی جواب دی دتیرشوی سوال -اومراد دحَقُ نه عذاب دی یاوحی ده -
[۹] په دی آیت کښی جواب دی د اول اعتراض (إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ) اوصدق دقرآن دی اوتسلی ده نبی ﷺ ته په حفاظت دقرآن کریم په مقابله داعتراضونو دعنادیانو کښی - اوصدق دقرآن دلیل دی چه نبی مجنون نه دی اوحفاظت دالفاظو اودمعانی دتغییرتبدیل اوتحریف نه په دی آیت کښی واضح دی اودا بداهةً معلومه ده چه په سوؤنو کلونه تیرشو ل اودشمنان دقرآن هم بی شماره دی اوتحریفونه ئی هم لفظاً اومعناً کړی دی لیکه هغه تحریفونه چلیدلی نه دی او اللّه تعالٰی داسی بندگان هره زمانه کښی پیدا کړی دی چه دتحریفونو ازاله کوی اوددی شاهد هغه یوه قصه ده چه قرطبی په تفسیرددی آیت کښی ذکرکړیده بلکه اللّه تعالٰی د احادیثو د نبی ﷺ حفاظت هم کړی دی ځکه چه هغه هم ذکرمنزل دی دهغی صحیح ضعیف او موضوعی علماءِ حق په تفصیل سره ښکاره کړی دی اودا آیت صریح رد دی په شیعگانوباندی چه هغوی دا قرآن محرّف گنړی دهغوی کتابونه په دی باندی گواه دی -
[۱۱-۱۰] په دی دواړو آیتونو کښی هم تسلی ده نبی ﷺ ته په صبرکولوسره په استهزاء دعنادیانو چه په تیرشوی انبیاؤ پوری استهزاگانی شوی دی (أَرْسَلْنَا) مفعول حذف دی یعنی رُسُلاً‌ (شِیَع) جمع د شیعة ده هغه ډله چه دچا تابعداری کوی که ښه وی اوکه بد وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>