وَمَا أُبَرِّئُ ۵۹۱ الحجر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُبِينٍ ﴿۱﴾

الٓرٰ - دا آیاتونه دی دکتاب اودقرآن واضح بیان کوونکی ﴿۱﴾

سورة الحجر

ربط: ددی سورة دتیرشوی سورة دادی چه سورة ابراهیم کښی تذکیروو په ایام اللّه سره نوپه دی سورة کښی دهغی پنځه نمونی ذکرکوی - دوهم داچه چه په هغه سورة کښی د اخراج عن الظلمات دپاره د قرآن ذکروو نوپه دی سورة کښی دهغی دپاره عقلی دلیلونه ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: تخویف په عذاب سره منکرینو دتوحید ته په ذکردهلاک شوو قومونو اجمالاً په آیت (۵،۴) کښی اوتفصیلاً په ذکردعذاب سره په دریو قومونو تیرشوو باندی اود دووډلو دمکی والونه - اوسبب ددوی دعذاب انکار دی دتوحید نه نواثبات دتوحید ئی کړی دی په دی سورة کښی په دریوطریقو سره اوله طریقه، لس عقلی دلیلونه او دوهمه طریقه رد کول په دری اقسامو دشرک باندی چه هغه شرک فی التصرف او شرک فی العبادة دی اوشرک فی العلم دی - اودریمه طریقه ذکرکول د اوو (۷) اسماء حسنٰی داللّه تعالٰی دی اودعویٰ دتوحید په آخر دسورة کښی ذکرکړی شوی ده په آیت (۹۹،۹۸) کښی -
خلاصه ددی سورة داده: چه دا سورة تقسیم دی دریو بابونوته اول باب تر (۱۵) آیت پوری دی په دی کی اول ترغیب دی قرآن ته به آیت نمبر (۱) کی بیا تخویف دی په ذکر د تمنا کولو د ایمان په آیت (۲) کښی بیا زجرپه آیت (۳) کښی بیا تخویف دنیوی په (۵،۴) کښی اودا دعویٰ دسورة ده بیا زجردی په انکار درسول په آیت (۸،۷،۶) کښی بیا ترغیب دی قرآن ته (۹) کښی بیا زجر دی په استهزاء کولو رسولانوپوری د آیت (۱۰) تر(۱۳) پوری بیازجردی په انکاردمعجزاتوسره عنادًا په (۱۵،۱۴) آیت کښی

تفسیر

[۱] په دی کښی ترغیب دی قرآن ته (الٓرٰ) بحث دمقطعاتو مخکښی تیرشوی دی اودا دلیل دی په اعجاز دقرآن باندی او د (الْكِتَابِ) نه مراد مخکنی کتابونه دی اوپه دی کښی اشاره ده چه په دی سورة کښی ذکرکیږی واقعات دمخکنوقومونو او دروستنو قومونو یعنی دمکی والا ددوه ډلو چه مقتسمین او مستهزئین دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>