وَمَا أُبَرِّئُ ۵۹۰ إبراهيم

لِيَجْزِيَ اللَّهُ كُلَّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۵۱﴾ هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۵۲﴾

ددی دپاره چه بدله به ورکړی اللّه تعالٰی هرنفس لره جزا دعمل دهغه یقیناً اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی ﴿ ۵۱ ﴾
دا (قرآن) دپاره د رَسّولو دی خلقوته او ددی دپاره چه اویرولی شی په دی سره (خلقولره) اودی دپاره چه پوهه شی (خلق) چه یقیناً اللّه تعالٰی حقدار دبندگئ‌ دی یودی اودی دپاره چه نصیحت واخلی صاف عقل والا ﴿ ۵۲ ﴾

[۵۱] (سَرِيعُ الْحِسَابِ) کښی دوه معنی دی یوداچه ورځ دحساب زر راتلونکی ده اودوهم داچه حساب شروع کړی نوزر به ئی ختموی -
[۵۲] دا دابتداء‌ دسورة سره تعلق لری په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته چه سبب دبچ کیدلودی دعذاب نه اوپه دی کښی دقرآن کریم څلورفائدی ذکرکړی شوی دی، اول داچه قرآن تبلیغ دپاره دعامو خلقو دی دوهم داچه دا انذار دی دعذاب نه، دریم داچه دا د تعلیم دتوحید دپاره دی، اوڅلورم داچه دا تذکیر دعقل والودپاره دی اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه موضوع دقرآن توحید دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>