وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۹ إبراهيم

فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ ﴿۴۷﴾ يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ﴿۴۸﴾ وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ ﴿۴۹﴾ سَرَابِيلُهُمْ مِنْ قَطِرَانٍ وَتَغْشَى وُجُوهَهُمُ النَّارُ ﴿۵۰﴾

پس گمان مه کوه په اللّه تعالٰی باندی خلاف کوونکی دوعدی خپلی رسولانوخپلوسره یقیناً‌ اللّه تعالٰی زورور دی بدله اخستونکی دی ﴿۴۷﴾
په داسی ورځ چه بَدَله به کړی شی داځمکه ددی نه په بله سره اوهم آسمانونه اوپیش به شی اللّه تعالٰی ته چه یودی زورور دی ﴿۴۸﴾
اوته به اوینی مجرمان په دغه ورځ یو ځای تړلی شوی په زنځیرونو کښی ﴿۴۹﴾
قمیصونه ددوئ به د رنزړونه وی اوپته وی به مخونه ددوئ لره اور ﴿۵۰﴾

[۴۷] په دی کښی تسلی ده پیغمبرته په بلی طریقه سره اومراد دوعدی نه وعده دنصرت ده په دنیا او اخرت کښی اوهرکله چه مخکښی داقوام مکذبوعذاب ذکرکړی شونوپه هغی باندی په فاء سره تفریع اوکړه دپاره دتسلئ ورکولو نبی ته -
[۴۸] دا تخویف اخروی دی اوذکردهغی ورځی دی چه په هغی کښی وعده پوره کیږی اوپه باره دتبدیل کښی دوه قوله دی یوقول دادی چه دا تبدیل ذاتی دی یعنی آسمانونه او ځمکه به فناشی اوهرکله چه ذات او صفت دواړه بدلیږی نولفظ دتبدیل او غیر دواړه ئی ذکرکړی دی اوحدیث مسلم کښی راغلی دی چه عائشه رضی اللّه عنها تپوس اوکړو چه په وخت دتبدیل دځمکی کښی انسانان به کوم ځای وی نو رسول اللّٰه ﷺ جواب اوکړو چه په جسر (پل) باندی به وی نوهرکله چه دا آسمانونه اوځمکه به فناکړی شی نوددوئ په خای به نورپیدا کړی شی اودوهم قول دادی چه دا تبدیل وصفی دی یعنی د آسمانونو او دځمکی دا موجوده کیفیت په بدل کړی شی، لکه چه د جهنم والو څرمنی پس دسوزیدلونه بدلولی شی -
[۴۹] (مُقَرَّنِينَ) کښی اشاره ده چه یوقسم مجرمان به یوځای تړلی کیږی یا داچه لاسونه او خپی به ئی یوځائی تړلی شی -
[۵۰] په دی آیت کښی اشاره ده چه عذاب د جهنم به احاطه کړی وی په دوی باندی دهرطرف نه لکه قمیص چه په ټول بدن باندی احاطه کړی وی لیکن سرابیل نه مراد معنی حقیقی ده - اوقطران رانزړوته وائی چه په هغی سره اوښان غوړول کیږی په وخت دمرض دخارښ کښی نوپه دی کښی اشاره ده چه په جهنمیانوباندی عذاب د خارښ به وی اودارنگ رانزړه چه دی نوسبب دتیزیدلو داوردی اوبد بوینه هم وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>