رُبَمَا ۵۹۳ الحجر

وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۱﴾ كَذَلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۲﴾ لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُونَ ﴿۱۵﴾ وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ ﴿۱۶﴾

اونه به راتلو هغوئ‌ ته رسول مگر دوئ‌ به هغه پوری ټوقی کولی ﴿۱۱﴾
دغسی ورننه باسو مونږ (دا استهزاء) په زړونو دمجرمانو کښی ﴿۱۲﴾
ایمان نه راوړی په دی (قرآن باندی) اویقناً تیره شوی ده طریقه دمخکنوخلقو ﴿۱۳﴾
اوکه پرانزو مونږ په دوئ باندی دروازه د آسمان نه نوپه رنړا ورځ په هغی کښی اوخیژی ﴿۱۴﴾
خامخا اوبه وائی یقیناً بند کړی شوی دی نظرونه زمونږ بلکه مونږداسی قوم یوچه جادو راباندی شوی دی ﴿۱۵﴾
اویقناً پیدا کړی دی مونږپه آسمان کښی غټ ستوری او ښائسته کړی دی مونږ دپاره دنظر کؤونکو ﴿۱۶﴾

[۱۳-۱۲] په دی کښی زجردی منکرینوته چه ددوی عادت په شانتی د مخکنودی په استهزاء او په تکذیب کښی اوددی وجه ذکر کړی ده په (نَسْلُكُهُ) سره هُ ضمیر راجع دی استهزاء او تکذیب ته او ابن کثیرشرک ته راجع کړی دی مقصد یودی او داسی ذکر دی په سورة شعراء‌ (۲۰۱،۲۰۰) کښی - هرکله چه په دی آیت کښی مراد دراتلونکی زمانی مجرمان دی نوفعل مضارع ئی (نسلکه) ذکرکړه اوپه سورة شعراء‌ کښی دتیرشوی زمانی مکذبین ذکر وؤ نوهلته ئی فعل ماضی ذکرکړی ده - اوددی مراد هم هغه دی چه په ختم اللّه اوطبع اللّه کښی دی هُ ضمیر قرآن ته راجع کول ضعیف قول دی -
[۱۵-۱۴] په دی آیت زجردی په انکار دمعجزاتوسره عناداً، اوبعضی د معج(زاتونه آسمان ته پورته کول دی (فَظَلُّوا) کښی اشاره ده چه داپورته کول بالکل ښکاره او حقیقةً وی (إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا) مراد دادی چه دوئ به وائی چه مونږآسمان ته نه یوراخیژولی شی لٰکن زمونږ نظربند کړی شوی دی بیابه اوائی چه هان دا آسمان دی خومونږه په جادوسره را خیژولی شوی یو -
[۱۶] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۵۰) آیت پوری په دی باب کښی لس عقلی دلیلونه دی د (۱۶) نه تر (۲۰) اوپه دی دلیلونو کښی اتلس صفتونه دقدرت او دعلم د اللّه تعالٰی ذکرکړی شوی دی، بیاذکر دسجود دواقعی دآدم علیه السلام دی، متعلق ددعوی دسورة سره چه هغه تخویف دی منکرینوته بیاذکرد تخویف اخروی دی په آیت (۴۴،۴۳) کښی اوبیا بشارت اخروی دی د (۴۵) نه تر(۵۰) پوری، آیت (۱۶) هرکله چه ذکرکړی شو انکار دمنکرینودتوحید اوس ذکرکوی دلیلونه دتوحید دپاره درد په هغوئ باندی اومراد دبُرُوج نه غت ستوری دی په دلیل ددی قول سره وَزَيَّنَّاهَا ځکه چه زینت په ستورو سره دی لکه سورة صافات آیت (۶) اوسورة تبارک آیت (۵) کښی چه ذکردی یامراد دبروج نه هغه منزلونه دی دنمرسپوږمئ‌ وغیره چه وخت په وخت په هغی کښی ښکاره کیږی - اوپه دی آیت کښی دوه صفتونه دقدرت د اللّه تعالٰی ذکرکړی شوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>