وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۶ إبراهيم

الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۳﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۴﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۵﴾

داهغه خلق دی خوښوی ژوند دنیوی لره په آخرت باندی اومنع کوی د اللّه تعالٰی دلاری نه (خلقولره) اولټوی په هغی کښی کږلیچ دغه خلق په گمراهی لرئ‌ کښی دی ﴿۳﴾
اونه دی لیږلی مونږهیڅ رسول مگرپه ژبه دقوم دهغه دپاره ددی چه بیان کړی دوئ ته (احکام د اللّه تعالٰی) پس بی لاری کوی اللّه تعالٰی هغه څوک چه اوغواړی اوپه سمه لاربوځی هغه څوک چه اوغواړی اوهغه اللّه تعالٰی زورور حکمتونووالا دی ﴿۴﴾
اویقیناً مونږ لیږلی وو موسیٰ علیه السلام په آیاتونوخپلو سره چه اوباسه قوم خپل تیارونه رنړاته او وریاد کړه دوئ ته عبرتناک واقعات د اللّه تعالٰی یقیناً په دی کښی دلیلونه دی هرډیرصبرناک او ډیرشکرگذار لره ﴿۵﴾

[۳] په دی آیت کښی ذکردصفتونودقبیحوؤ دمنکرینودی دپاره دزجر اودا صفتونه اسباب دظلماتودی (يَسْتَحِبُّونَ) کښی مبالغه ده په نسبت د یحبون یعنی دا لفظ دلالت کوی په ښکاره کولو دمحبت اودلالت کوی په ترجیح ورکولو ددنیا ته په اخرت باندی اودا معنی په یحبون کښی لازم نه وی - (عِوَجًا) مراد ددی نه شبهات اوشکونه دی اوتابع کول ددین دی دخپل غرض او خواهش سره -
[۴] په دی آیت کښی تاکید ددعوی دسورة دی یعنی لیږل درسولانوپه ژبه دخپل قوم دپاره دتبلیغ ددی خلق ظلماتونه رنړا کښی داخل شی -
فائده: په دی آیت کښی دقوم ذکردی دامت نه دی اوزمونږنبی ﷺ هم رالیږلی شوی وؤ په لغت دخپل قوم سره اوقوم دهغه عرب وؤ - اگرچه امت ئی ټوله دنیا ده انس او جن (فَيُضِلُّ) په دی کښی اشاره ده چه دانبیاء علیهم السلام کاردعوت کول دی اواضلال او هدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی (الْعَزِيزُ) دیهدی سره او الحکیم دیضل سره ښکاره تعلق لری -
[۵] دا دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه دپاره دتاکید د دعوی دسورة اواخراج دوه طریقی ئی ذکرکړی دی یوآیت الٰهیه (تورات) اودوهم تذکیربایام اللّه (بِأَيَّامِ اللَّهِ) مراد ددی نه واقعات دی د اللّه تعالٰی د طرف نه په امتونوتیرشوو کښی اوداخل دی په دی کښی ذکردنعمتونو اودعذابونو د اللّه تعالٰی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه وعظ کول جائزدی په داسی طریقه سره چه زړونه نرموی اویقین پیداکوی اوخالی وی دهربدعت نه اوپاک وی دگمراهئ او دشکونوپیداکولونه داسی په تفسیرقرطبی کښی هم ذکردی -
فائده: میلادالنبی ﷺ کوونکی او عرس کوونکی ذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ، په دلیل کښی پیش کوی؟ جواب دادی چه دا دلیل باطل دی ځکه چه پیغمبراو اصحابواو سلف صالحینوددی آیت نه په دغه بدعاتوباندی دلیل نه دی پیش کړی اونه ئی دغه بدعات کړی دی اوقاعده دتفسیرداده چه کوم تفسیر د نبی ﷺ او صحابؤ اود سلفونه نقلی نه وی نوهغه تحریف دی - اوبله خبره داده چه صرف د ولادت او وفات ورځ مناوول هیڅ فائده نه لری بلکه دهغه هدایت اوسیرت یادول هروخت اوپه هغی باندی عمل کول سبب دنجات دی - (صَبَّارٍ شَكُورٍ) صیغی دمبالغی ددی دپاره دی چه مراد ددی نه مؤمن دی ځکه چه کله کله صبراوشکر خوکافران هم کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>