وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۵ إبراهيم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۱﴾ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَوَيْلٌ لِلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿۲﴾

الٓرٰ - داکتاب دی نازل کړی مونږتاته دپاره ددی چه اوباسی خلقو لره دتیارونه رنړا ته په حکم درب ددوئ لاری دهغه ذات ته چه زورور ستائیلی شوی دی ﴿۱﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه د هغه اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اوتباهی ده دکافرانو لره دوجی دسخت عذاب نه ﴿۲﴾

سورة إبراهيم

ربط: دسورة ابراهیم دسورة رعد سره دادی چه سورة رعد کښی دلیلونه عقلی وؤ په طریقه د تنبیه په مسئله توحید باندی نوپه دی سورة کښی تذکیرورکول دی په دنیوی او اخروی واقعاتوسره - دارنگ په هغه سورة کښی صدق دقرآن اورسول ذکرشواوپه دی سورة کښی مقصد دداوړو ذکر کوی -
دعویٰ ددی سورة: ویستل دخلقودی دظلماتونه نورته په کتاب اللّه سره اوپه تذکیردایام اللّه سره چه هغی ته واقعات دنیویه او اخرویه وائی اودظلماتونه مراد څلوراقسام دشرک دی شرک په علم کښی اوشرک په تصرف کښی اوشرک په عبادت کښی اوشرک په دعا کښی په دی سورة کښی رد دی په دغه اقسامودشرک باندی په عقلی او نقلی دلیلونوسره اوپه مثالونوسره اودنور نه مراد معرفت د اللّه تعالٰی دی په توحید سره په طریقه د ابراهیم علیه السلام اوپه څوارلس اسماءِ حسنیٰ سره -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی پنځه بابونوته اول باب تر (۸) پوری دی په دی کښی اول تشجیع ده په تبلیغ باندی اوهغه ویستل دخلقو دی ظلماتونه رنړا ته - بیادلیل عقلی دی مختصر سره دتخویف نه په (۲) کښی بیازجردی په صفاتو قبیحو سره په (۳) کښی بیاتاکید ددعوی دسورة چه رسولان لیږلی شوی دی په دی مقصد سره په (۴) کښی بیادلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه دپاره دتاکید ددعوی دسورة د (۵) نه تر (۸) پوری -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی دعوه دسورة ده چه هغه تشجیع ده په تبلیغ باندی اوپه دی کښی ذکردی دحکمت د انزال دقرآن اومراد دظلمات نه کفراوشرک او بدعت او جهل او شک دی اومراد نورنه ایمان او توحید او سنت اوعلم او یقین دی -
فائده: لفظ دظلمات جمع ده اولفظ دنورمفرد دی په دی کښی اشاره ده چه لاری دشرک او بدعت ډیری دی اولاردخیریوه ده (بِإِذْنِ رَبِّهِمْ) اشاره ده چه نبی ﷺ هم په اخراج من الظلمات کښی حکم د اللّه تعالٰی او هغه توفیق ته محتاج دی (إِلَى صِرَاطِ) دا بدل دی د الی النور نه اولفظ د عزیزاو حمید کښی اشاره ده چه داصراط سبب دعزت او دحمد دی د اللّه تعالٰی دطرف نه -
[۲] په دی آیت کښی مختصر دلیل عقلی دی اوتخویف دی (لِلْكَافِرِينَ) کښی اشاره ده اصحاب الظلمات ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>