ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۴ الرعد

وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۴۲﴾ وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ ﴿۴۳

اویقیناً مکرونه کړی وو هغه کسانوچه ددوی نه مخکښی ووپس د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی ددوئ مکرونه ټول پوهه دی په هغه کارونوچه کوی ئی هرنفس اوزربه پوهه شی کافران چه چالره دآخرت ښه انجام دی ﴿ ۴۲ ﴾
اووائی هغه کسان چه کافران دی چه ته رسول نه ئی اوایه ته کافی دی اللّه تعالٰی فیصله کوونکی په مینځ ځما اوستاسوکښی اوهغه څوک چه د هغه سره پوهه دکتاب ده ﴿ ۴۳ ﴾

[۴۲] اشاره ده چه عذاب د اللّه تعالٰی دچاپه مکرونواوتدبیرونوسره نشی دفع کیدی (فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا) یعنی مکرکه د خیروی یادشروی نوپه هغی کښی تاثیراچول د اللّه تعالٰی اختیاردی -
[۴۳] په دی آیت کښی زجردی په انکاردرسالت سره اواثبات درسالت درسول دی په شهادت د اللّه تعالٰی سره اودارنگ په سورة عنکبوت (۵۲) کښی اوسورة احقاف (۸) کښی هم دی (وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ) مراد ددی نه شهادت د کتابیانومؤمنانودی لکه په دی سورة (۳۶) کښی ذکرشول یامراد ددی نه جبرائیل علیه السلام دی - یامراد ددی نه ټول مؤمنان دی اومراد دکتاب نه قرآن دی اوبله توجیه داده چه و وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ په طریقه دقسم سره دی یعنی قسم دی په هغه ذات باندی چه هغه سره علم دټولو کتابونو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>