ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۳ الرعد

يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ ﴿۳۹﴾ وَإِنْ مَا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ ﴿۴۰﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۴۱﴾

ورانوی اللّه تعالٰی څه چه اوغواړی اوباقی پریږدی (څه چه اوغواړی) اودهغه سره اصلی کتاب دی ﴿۳۹﴾
اوکه اوښایومونږتاته بعضی هغه عذاب چه دوئ سره وعده کؤو یاوفات کړوتا پس یقیناً په تاباندی رَسَوَل دی اوپه مونږباندی حساب کول دی ﴿۴۰﴾
آیا دوئ‌ فکرنه کوی چه راځو مونږ ددوی ملک ته او نیمگړی کوو دغاړونه او اللّه تعالٰی فیصله کوی نیشته روستوکوونکی دفیصلی دهغه اوهغه زرحساب کوونکی دی ﴿۴۱﴾

[۳۹] داد څلورمی شبهی جواب دی شبهه داده چه هرکله چه زمونږدپاره عذاب لیلکی شوی دی نوبیا ایمان راوړلوکښی څه فائده ده حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی بعضی اشیاء محوکوی که تاسو ایمان راوړئ نو اللّه تعالٰی به ستاسو عذاب محو کړی (يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ) یومعنیٰ داده چه اللّه تعالٰی سره یوکتاب المحووالاثبات شته دی اوهغه کتاب دملائکو سره دی دهغوی دعلم په نسبت په کښی محواواثبات کیږی اودهغه ام الکتاب لوح محفوظ نه سیوادی - اودی اول ته تقدیرمعلق هم وائی - اودوهم ته تقدیرمبرم وائی - دوهمه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی داحکامونومنزلونه بعضی احکام منسوخ کړی اوبعضی په ځای باندی ثابت پریږدی - اودریمه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی بعضی گناهونه معاف کوی په توبی سره اوثابت کړی دهغی په بدل کښی حسناتولره - اوڅلورمه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی بعضی گناهونه معاف کوی بغیردتوبی نه اوبعضی ثابت پریږدی یعنی بغیردتوبی نه نه معاف کیږی -
[۴۰] په دی آیت کښی روستو ددفع کولو دشبهاتونه رسول اللّٰه ﷺ نه تسلی ده - حاصل داچه په دی منکرینوباندی به عذاب راځی ستاپه ژوند کښی پس ته به ئی اووینی یاپس دوفات ستانه - لیکن ستاپه ذمه بلاغ دی عذاب په خپل وخت راځی ته دهغی پرواه مه کوه اوداسی په سورة یونس (۴۲) کښی اوسورة زخرف (۴۲،۴۱) کښی هم ذکرشوی دی - اود اِن جزا په اصل کښ پټه ده یعنی ددوی دعذاب فکرمه کوه اوپه دی آیت کښی وفات ئی د نُرِيَنَّكَ سره په مقابله کښی ذکرکړی دی اشاره ده چه روستودوفات نه نبی ﷺ ددنیا حالات لیدلی نه شی -
[۴۱] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی - چه تیرشوی آیت کښی دهغی ذکراوشو اومراد دنقصان الاطراف نه غالب کول دمؤمنانو دی په بعضی علاقوباندی اوداخلیدل دبعضو خلقو دی په ایمان کښی - یامراد دا چه دځمکی نه برکات اومیوی وغیره کموؤ اوعذابونه سیلابونه طوفانونه راولو په سبب شرک اوگناهونودخلقوسره - اودآیت په عموم کښی داهم داخل ده علماء‌ اوصالحین خلق وفات کوؤ - په اوله توجیه باندی اعتراض دی چه دا سورة مکیه دی اوغلبه داسلام خوپه مدینه کښی وه؟ جواب دادی اگرچه سورة مکیه دی لیکن دا آیت په کښی مدنیه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>