وَمَا أُبَرِّئُ ۵۷۷ إبراهيم

وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنْجَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۶﴾ وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴿۷﴾ وَقَالَ مُوسَى إِنْ تَكْفُرُوا أَنْتُمْ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۸﴾

اوکله چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته یادکړئ احسان د اللّه تعالٰی په تاسوباندی کله چه بچ ئی کړئ‌ تاسو دفروعنیانونه رَسَول ئی تاسوته ناکاره عذابونه اوحلالول ئی ځامن ستاسو اوبی شرمئ لره ساتلی زنانه ستاسو اوپه دی کښی امتحان وو ستاسو درب دطرف نه لوی ﴿۶﴾
اوکله چه عام خبردرکړورب ستاسو که تاسو شکراوکړو نوزیات به درکړم اوکه تاسوناشکری اوکړه یقیناً عذاب ځما ډیرسخت دی ﴿۷﴾
اواوئیل موسیٰ علیه السلام که ناشکری اوکړه تاسو اوهغه چاچه په ځمکه کښی دی ټولونویقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته دی ستائیلی شوی دی ﴿۸﴾

[۶] په دی آیت کښی دتذکیردعذابونو اودنعمت دنجات دی بنی اسرائیلوباندی په دی سورة کښی تفصیل دحادثاتو اودنعمتونومقصود دی ددی وجی نه (وَيُذَبِّحُونَ) ئی عطف کړوپه یسومونکم باندی -
[۷] شکر کول شامل دی توحید ته او اواطاعت درسول ته اوتبلیغ ددین ته او معنیٰ دشکرتفسیر قرطبی ذکر کړی ده چه دهغه اقرار دنعمت دی دپاره دمنعم اوخرچ کول نعمت دی صرف په طاعت د اللّه تعالٰی کښی اوزیادت نه مراد زیاتول دنعمتونو اود ثوابونو او دنیوی او اخروی ترقی ورکول دی -
فائده: غوره قول دادی چه دا آیت هم داخل دی په تبلیغ د موسیٰ علیه السلام کښی اوداعطف دی په نعمت د اللّه باندی په آیت مخکنی کښی -
[۸] په دی آیت کښی تخویف ورکول دی اوتاکیدورکول دی دتیرشوی آیت (تَكْفُرُوا) ددی اصل جزا پټه ده یعنی اللّه تعالٰی ته ستاسو ناشکری هیڅ نقصان نشی ورکولی او (فَإِنَّ اللَّهَ) علت دی ددغی پټی جزا دپاره اوداسی په سورة زمر (۷) کښی هم دی - د نهم آیت نه دوهم باب شروع کیږی تر (۱۸) آیت پوری په اول کی ئی اَلَم دی د تذکر دپاره او په دی کی د مخکینی انبیاؤ واقعات دی خپل قومونو سره په طریقه د مقابلی دنور او د ظلمات والو یعنی رسولانو وویستو قوم د ظلماتو نه نور طرف ته او قوم دهغوی تکذیب او مخالفت کولو او رسولان ئی د خپلو کلو نه وویستل او ذکر کړی دی بیان د رسولانو او توکل دهغوی او صبر د هغوی بیا هلاکت د منکرینو دا مضمون د (۹) آیت نه تر (۴۱) آیت پوری دی - بیا تخویف اخروی په دری آیتونو کی دی او بیا مثال ذکر کوی د مشرک دعمل د بربادئ دپاره په (۱۸) کی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>