وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۸ الرعد

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱﴾ لَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿۲﴾

الٓمّٓرٰ - دا آیاتونه دلوی کتاب دی - اوهغه چه نازل کړی شوی دی تاته ستادرب دطرف نه حق دی لیکن زیات خلق ایمان نه لری ﴿۱﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اوچت کړی دی آسمانونه بی دستنونه تاسوئی وینئ بیابرابرشوی دی عرش دپاسه اوتابع کړی دی دحکم خپل نمراوسپوږمئ هریوچلیږی ترنیټی مقرری انتظام کوی دټولوکارونو جدا جدا بیانؤو مونږدلیلونه ددی دپاره چه په ملاقات درب ستاسویقین اوکړئ ﴿۲﴾

سورة الرعد

په دی کښی اختلاف دی چه دا سورة مکی دی یامدنی دی غوره قول دادی چه داسورة مکی دی -
ربط: ددی سورة دسورة یوسف سره دادی چه سورة یوسف کښی مسئله دتوحید په دلیل نقلی سره ثابته کړی شوه - نوپه دی سورة کښی عقلی دلیلونه او مثالونه ذکرکوی - دارنگ په هغه سورة کښی اثبات دصدق درسول وؤ نوپه دی سورة کښی دشبهاتوجوابونه ذکرکوی - این سوره با یوسف اینست که درسوره یوسف مسئله توحید بادلیل نقلی ثابت کرده شد - دراین سوره دلایل عقلی ومثال ها را ذکر میکند - همچنین درآن سوره اثبات صدق رسول بود دراین سوره جوابات شبهات را ذکر میکند -
دعویٰ دسورة: ددی سورة دوه دعوی دی - اوله دعویٰ اثبات دتوحید دی په پنځوطریقوسره - اوله طریقه رددی په څلورواقسامودشرک باندی چه شرک په علم کښی دی اوپه تصرف کښی دی - اوپه عبادت کښی دی - اوپه دعاکښی دی اودا په دیارلس آیتونوکښی دی - دوهمه طریقه دلیلونه عقلی تفصیلی دی او هغه هم دیارلس دی - اودریمه طریقه ذکرکول د آسمائ حسنیٰ د اللّه تعالٰی دی هغه هم دیارلس دی په حذف دتکرارسره - اوڅلورمه طریقه پنځه مثالونه دی - اوپنځمه طریقه مقابله ده په مینځ دصفاتودمؤحد اودمشرک کښی - چه لس صفات دمؤحد اودری صفات دمشرک ئی ذکرکړی دی نوداهم دیارلس دی - اودوهمه دعویٰ اثبات درسالت د رسول اللّٰه ﷺ دی په جواب کولوسره دشپږو شبهاتو په شهادت د اللّه تعالٰی اوداهل کتابوسره -
خلاصه دسورة: داسورة تقسیم دی شپږوبابونوکښی - اول باب تراووم آیت پوری دی - په دی باب کښی ترغیب دی دکتاب اللّه ته په (۱) کښی - بیادری عقلی دلیلونه دی په آیت (۴،۳،۲) کښی - بیادری زجرونه دی - اول زجرپه انکاردبعث سره دی په آیت (۵) کښی - اودوهم زجرپه طلب کولودعذاب په تلواری سره دی - اودریم زجرپه شبهه کولوسره په رسول ﷺ باندی په طلب کولودمعجزی سره دهغه نه -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته په دری طریقوسره اول اعجازدقرآن په ذکردمقطعاتوسره - دوهم (تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ) اوالکتاب نه مراد کامل اوعظیم الشان کتاب دی - اودریم حکم په حقانیت ددی -
[۲] هرکله چه ایمان نه راوړل په قرآن باندی په سبب دشرک سره دی نورد شرک دپاره عقلی دلیلونه ذکرکوی - په دی آیت کښی اول دلیل عقلی دی اودقدرت د اللّه تعالٰی نه پنځه امورئی ذکرکړی شوی دی - اودا ټول دنظام علوی سره تعلق لری (بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه آسمان ئی اوچت کړی دی بغیردستنونه - وینئ تاسو دا آسمانونه چه ستنی ورته نیشته - اودوهمه معنیٰ داده چه اوچت کړی ئی دی آسمانونه بغیردداسی ستنونه چه تاسوئی وینئ - یعنی ستنی شته خوتاسو ئی نه وینئ لیکن اول قول صحیح دی (ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ) استویٰ اوعرش په معنیٰ حقیقی سره دی بغیردتشبیه او تمثیل نه اوکیفیت ئی معلوم نه دی اوتاویل ئی حرام دی (لِأَجَلٍ مُسَمًّى) مراد ددی نه فنا ددنیا ده - (يُدَبِّرُ الْأَمْرَ) یعنی روستود رفع او استوی اوتسخیرنه تدبیرددی ئی بل چاته سپارلی نه دی (يُفَصِّلُ الْآيَاتِ) هغه دلیلونه مراد دی چه دلالت کوی په توحید اوپوره قدرت د اللّه تعالٰی باندی (لَعَلَّكُمْ) یعنی سره دتوحید نه دادلیلونه دبعث بعدالموت هم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>