ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۷ يوسف

حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۱۰﴾ لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۱۱﴾

(پخوانوکافرانوله مهلت ورکړی ؤو) تردی پوری چه ناامیده شورسولان (دایمان راوړلودقوم نه) اوگمان ئی اوکړوچه یقیناً دوئ نه غلطی شوی ده نورابه غی دوئ ته مدد زمونږ پس بچ به کړی شو هغه څوک چه مونږغوښتلواونه شی واپس کیدی عذاب زمونږد قوم مجرمانونه ﴿ ۱۱۰ ﴾
یقیناً شته ددوی په دی بیان حال کښی لوئ عبرت پوره عقل والولره، نه دی داقرآن خبره دځآن نه جوړه کړی شوی لیکن (نازل کړی شوی دی) دپاره دتصدیق دهغه کتابونو چه مخکښی ددی نه وؤ اودپاره دوضاحت دهرضروری خبری اودپاره دهدایت اودرحمت هغه قوم لره چه ایمان راوړی ﴿ ۱۱۱ ﴾

[۱۱۰] په دی آیت کښی تسلی ده رسولانوته په نصرت د اللّه تعالٰی پس دذکرکولوددعوت ددوی اودصدق ددوی په دی آیت کښی دیراحتمالات دی په حَتَّى کښی دادی چه حَتَّى متعلق دی په مَا أَرْسَلْنَا پوری - دوهم داچه متعلق دی په مقدرپوری یعنی راخیٰ نَصرُهُم حتَّیٰ دریم داچه حتیٰ ابتدائیه دی - احتمالات په استیاس کښی دادی: (۱) ناامیدئ ته نزدی شول (۲) ناامیده شول دایمان راوړلودقوم نه - (۳) اوالزام المخاطب بمالایلتزم په طور دمحبت سره - احتمالات په معنیٰ دظنواکښی دادی (۱) په معنیٰ دیقین سره (۲) په معنیٰ دغالب گمان سره (۳) په معنیٰ دخطرات قلبیه یعنی په زړه کښی بی اختیاره تیریدل -
احتمالات په ضمیردظنواکښی: (۱) مکذبینوته راجع دی (۲) تابعداروته راجع دی (۳) دواړوته په یوځای راجع دی (۴) رسولانوته راجع دی -
اوپه نسبت ددی رسولانوته احتمالات: (۱) ظن بی اختیاره راتلل (۲) الزام المخاطب بمالایلتزم په طریقه دمحبت سره (۳) نزدی شو چه گمان ئی کړی وی -
احتمالات په کذبواکښی: (۱) صیغه مجهول مجرد (۲) صیغه معلوم مجرد (۳) مجهول مزید مشدد (۴) معلوم مزید مشدد - زمونږپه قرائت کښی مجهول مخفف دی -
احتمالات په ضمیر دکذبوا مخفف کښی: (۱) مکذبین (۲) تابعداران (۳) دواړه ډلی (۴) رسولان -
احتمالات په نسبت د کذبوا مخفف کښی رسولانوته: (۱) په معنیٰ د غلطئ او سهوه کیدل په طریقه تبلیغ کښی (۲) مخفف په معنیٰ دمشدد دی (۳) کذب دجانب د اللّه تعالٰی نه په احتمالو تیرشوؤسره نوداټول اوه ویش (۲۷) احتمالات شول - خازن وئیلی دی چه ظن په معنیٰ د اختیاری گمان کولو دی اونسبت انبیاؤ علیهم السلام ته اومعنیٰ د كُذِبُوا چه د اللّه تعالٰی دطرف نه کذب وئیلی شوی دی اوخلاف دوعدی کړی شوی دی دا غلطه توجیه ده داسی یوعام مسلمان شخص نه شی کولی نوشان د انبیاء علیهم السلام خو ډیراوچت دی اودا توجیهات چه تیرشول اکثردهغی نه خازن په خپل تفسیرکښی راجمع کړی دی -
[۱۱۱] په دی آیت کښی اثبات دصدق دقرآن دی په پنځووجوهاتوسره - اوله وجه داده - چه دا رښتینی واقعه دیوسف علیه السلام او ورونږو دهغه، دلیل دی په صدق دقرآن - اودوهمه وجه داده چه دی تصدیق دی دکتابونومخکنو ځکه چه په هغی کښی هم دا قصه په دی طریقی سره ذکرده - دریمه وجه داده چه په دی کښی بیان دټولوضروری عقیدو او احکامودی اوڅلورمه داچه په دی کښی هدایت دی یعنی بیان دی په دلیلونوسره - اوپنځمه داچه رحمت دی مؤمنانولره یعنی په سبب دایمان سره په دی کتاب رحمتونه د اللّه تعالٰی نازلیږی یامراد درحمت تثبُّت او کلکوالی دی - لکه دسورة العمران په آیت (۸) کښی چه ذکردی (عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ) بعضی دعبروتونونه دادی چه نتیجه دصبرپه مصائیبوکښی سلامتیا او کرامتونه دی اونتیجه د مکرونو اوحسد پښیمانی رسوائي اوذلت دی - اودارنگ هغه ذات چه قادروؤ په راویستلو دیوسف دکوهی نه اوبیا دجیل نه اوبادشاهی ئی ورله ورکړه او ورونړه اوپلارئی ورسره یوځای کړه نوقادر دی چه محمد ﷺ له به هم کامیابی اونصرت ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>