ls

وَمَا أُبَرِّئُ ۵۵۹ الرعد

وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۳﴾ وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾

اواللّه تعالٰی هغه ذات دی چه راښکلی ده ځمکه اوپیداکړی دی په هغی کښی پاخه غرونه اوسیندونه اودهرقسم میؤونه پیداکړی دی په هغی کښی جوړی دوه اغوندوی شپه ورځ ته یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دتوحید دی هغه قوم لره چه فکرکوی ﴿ ۳ ﴾
اوپه ځمکه ټکړی دی دیوبل سره په گاونډ کښی اوباغونه دی دانگورونه اوفصلونه کجوری گوری اورنگئ رنگئ اوبه کیږی په یوقسم اوبوسره اوغوره والی ورکؤو بعضولره په بعضوباندی په خوندکښی یقیناً په دی کښی دی دلیلونه هغه قوم لره چه عقل لری ﴿ ۴ ﴾

[۳] دآآیت دوهم دلیل عقلی سفلی دی - اودقدرت د اللّه تعالٰی نه ئی پنځه امورذکرکړی دی - (زَوْجَيْنِ) مراد دادی چه په ټولوبوټوکښی جوړئ یعنی (مذکراومؤنث) شته - اودوهم قول دادی چه مراد دزوجین نه دوه دوه قسمه دی - لکه خوږی اوتروی اووړی دانی اوغټی دانی اولوندی او وچی اوتوری اوسپینی شنی اوسری وغیره (لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ) په مخکښی آیت کښی صرف محسوسات ذکرکړی وواوپه دی آیت کښی دمحسوساتوسره معقولات هم ذکردی زوجیت دثمراتو اوانقلابات دشپی او ورځی اودا خوفکرته محتاج دی نوددی آیت په اخرکښی یتفکرون ذکرکړو ځکه چه فکروئیلی شی راویستل د معقولاتو دمحسوساتونه -
[۴] دادریم عقلی دلیل دی اوپه دی کښی هم دقدرت دا اللّه تعالٰی نه پنځه امورذکردی (مُتَجَاوِرَاتٌ) یعنی مختلفی ټکړی دځمکی چه دیوبل سره نزدی دی - آبادی ځمکی او خوره داری ځمکی اومختلف رنگونووالا (صِنْوَانٌ) جمع ده، هغه کجوره چه دیوویخ نه ئی ډیری څانگی راوتلی وی اوغیرصنوان هغه دی چه دویخ نه یوه تنه بی څانگو وی (وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ) یعنی ځمکه یوه ده اواوبه هم یوقسم دی اوحال دادی چه میوی مختلفی دی - اوداصریح رد دی په هغه خلقو چه طبیعت او ماده پرست دی چه که چیری پیداکیدل داشیاؤ په طبیعت او ماده سره وی نونه به وؤ اختلاف په میووکښی نومعلومه ددی نه دا شوه چه پیداکوونکی اللّه تعالٰی دی (لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ) هرکله چه مجاورت دټکړو دځمکی اواختلاف باغونو او فصلونو اوڅانگو اودخوندونو سره دیووالی داوبواوځمکی نه صرف معقولی اموردی ددی وجی نه یعقلون ئی ذکرکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>