وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۲ يوسف

إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ﴿۴﴾ قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۵﴾

هرکله چه اوئیل یوسف علیه السلام خپل پلارته ای پلاره ځما یقیناً ما اولیدل (په خوب کښی) یوولس ستوری اونمراوسپوږمئ اومی لیدل دوئ ماته ښکته کیدونکی ﴿ ۴ ﴾
اوئیل هغه ای بچیه مه بیانوه داخوب دی رونړوته پس څه چل به جوړکړی ستادضرر دپاره چل یقیناً شیطان دانسان دپاره دشمن ښکاره دی ﴿ ۵ ﴾

[۴] په دی آیت کښی ذکر دخوب لیدلو دیوسف علیه السلام دی چه هغه سبب دروستو واقعو اوگرځیدو - دا آیت دوه کرته استعمال دی اول متعلق دی دذات دستورو سره اودوهم متعلق دهغوی د حال سره - په یوولس ستورو کښی اشاره ده رونړو دیوسف علیه السلام ته ځکه چه ستوری کښی رنړا کمه وی - نودارنگی په دوی کښی پس دتوبی ویستلونه لږنوردهدایت راغلی وو - اوپه (شمس) کښی اشاره ده پلارته لکه څنگه چه رنړا دشمس کامله وی نودغه رنگه نوردنبوت کامل دی اوپه قمرکښی اشاره ده مور دیوسف علیه السلام ته لکه چه رنړا دسپوږمئ درمیانه وی نودغه رنگ نور دولایت د مور د یوسف علیه السلام درمیانه وو - اوبعضو علماؤ برعکس وئیلی دی ځکه چه شمس مؤنث دی اوقمر مذکردی لیکن دلته اعتبار په باره درنړا سره دی نه په اعتبار دالفاظو سره نواول قول غوره دی -
[۵] په دی آیت کښی ادب خودل دی یوسف علیه السلام ته په باره دخوب دهغه کښی چه دا خوب پټ اوساته - اوپه دی کښی اشاره ده دی ته چه یعقوب علیه السلام په تعبیرددی خوب باندی پوهه شوی وو - اوپه دی آیت کښی ډیری فائدی دی -
اوله فائده داده- چه بعضی خوبونه پټ ساتل په کاردی -
دوهمه فائده داده - چه په هرمسلمان باندی لازم دی چه خپل مسلمان رور له تنبه ورکړی دپاره دځان بچ کولو دضرر نه -
دریمه فائده - کله چه انسان نه ویره کیدی شی په باره دیوضرر کښی نودهغی ذکرکول بل چاته جائز دی اودا غیبت نه دی ځکه چه په دی کښی مقصود بالذات توهین دهغه سړی نه دی بلکه تنبیه نوروته مقصد دی -
څلورمه فائده - چه رونړه دیوسف علیه السلام انبیاء نه وو ځکه چه حسد کول او مکرونه کول کبیره گناهونه دی - اوانبیاء علیه السلام دگناهونونه پاک وی او په دی باندی تفسیرابن کثیراو تفسیرقرطبی تصریح کړی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>