وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۱ يوسف

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿۳﴾

مونږ بیانوو په تاباندی ډیر ښائسته بیان په دی وجه چه مونږ شروع کړی ده تاته ددی قرآن اواگرچه ته وی د دی راتللو نه مخکښی دبی خبرونه ﴿ ۳ ﴾

[۳] په دی آیت کښی بیان دصدق درسول دی اودی ته احسن القصص په دی وجه وائی چه په دی قصه کښی حکمتونه اواحکام او مسائل بی شماره دی - دبعضو تفصیل دادی:
[۱] دعقیدی مسائل په کښی دادی انبیاء علیهم السلام:
(۱) غیب دان نه دی (۲) دوی دخپل اولاد نه اودبل چانه هم تکلیف نشی دفع کولی -
(۳) د اللّه تعالٰی دقضا دقدرت څوک مقابله نشی کولی - (۴) دعام مشرکینو تردید په رد د
(۵) شرک فی العبادت، (۶) شرک فی الاسماء، (۷) شرک فی التصرف - (۸) شرک فی الربوبیت سره،
(۹) او اختلاط دشرک ایمان بربادوی -
[ب] دعمل صالح مسائل په کښی دادی:
(۱۰) صبرکول (۱۱) د اللّه تعالٰی نه مدد غوښتل (۱۲) په معصیت باندی مصیبت غوره کول، (۱۳) دمعصیت نه په اللّه تعالٰی سره پناهی غوښتل (۱۴) دمعصیت نه تیښته کول، (۱۵) دخپل ځان نه بدنامه دفع کول (۱۶) د اللّه تعالٰی په ښودلی شوی تدبیرونوعمل کول (۱۷) دصالح اولاد سره محبت کول او دهغی حتی الوسع حفاظت کول -
[ت] ناکاره اعمال او دهغی ناکاره نتیجی په کښی داذکردی:
(۱۸) حسدکول او عاقبت ئی ناکامی (۱۹) دپلارسره کید اومکرکول، (۲۰) پلارته دروغ بهانی کول، (۲۱) د رور سره کید کول (۲۲) رور ته تکلیف ورکول اوپه هغه باندی ظلم کول (۲۳) دښځو مکرونه کول نارینوسره (۲۴) اوپه کورنئ کښی یوبل باندی طعنونه وئیل (۲۵) دپردی سړی سره عشق کول (۲۶) اودهغه نه دبدکارئ طلب او کوشش کول (۲۷) په دروغه باندی جړا کول (۲۸) دچا ددهوکه کولودپاره هیلی جوړول، (۲۹) آزاد خلق خرڅول -
[ج] نیک اخلاق په کښی دادی:
(۳۰) دمولٰی سره ښه اخلاق چلول اودهغه احسانات منل (۳۱) دهغه په کور کښی دخیانت کولونه ځان بچ کول (۳۲) عفت کول (۳۳) دجیل ملگرو سره احسانونه کول، (۳۴) هغوی ته دحق دعوت ورکول (۳۵) خطائی کوونکوته معافی کول پس دمعافئ کولونه (۳۶) په تقسیم کښی دخیانت نه ځان بچ کول (۳۷) دغیرمجرم دسزانه ځان ساتل (۳۸) مجرم مخامخ نه ملامته کول (۳۹) دهغه دپاره استغفار غوښتل -
[ح] مختلف احوال او اقسام داشیاؤ:
(۴۰) خوبونه لیدل اودهغی اقسام (۴۱) دکیدونواقسام (۴۲) دمحبت کولو اقسام (۴۳) دژړاکولو اقسام (۴۴) دنفس اقسام، (۴۵) دعقل والو اقسام، بشر. ملک، شیطانان (۴۶) د آبادو اقسام، مصر، بدو، غیابة الجب (۴۷) دقیمتونواقسام، ثمن، بضاعة، دراهم (۴۸) دلوښواقسام، صقایه، صواع، وعاء، کیل (۴۹) درنړاوالا اشیاؤ اقسام، شمس، قمر، کواکب (۵۰) دعدد بعضی اقسام، سبع، احدعشر (۵۱) دحیواناتو اقسام، ذئب، بقر، طیر، بعیر، (۵۲) دخوراک څښکاک دڅیزونو اقسام، خبز، خمر، سنبلات، (۵۳) دقافلو انتظام، سیاره، وارد، (۵۴) داوقاتوذکر، غد، عشاء -
[خ] دسیاست او دتاریخ ذکر:
(۵۵) ملک، (۵۶) عزیز، (۵۷) وزیرخزائن، (۵۸) طریقه دتقسیم دراشن، (۵۹) دخپلوانوسره احسان کول، (۶۰) سبب دانتقال د بنی اسرائیلو دشام نه مصرته -
ددی نه علاوه نورهم ډیرحکمتونه اوفائدی دی چه په تدبرسره معلومیږی - او د اللّه تعالٰی دحکمتونوانتهاء‌ نشی کیدلی (لَمِنَ الْغَافِلِينَ) دا دلیل دی چه علم د نبی ﷺ په ذریعه دقرآن او د وحی سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>