وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۰ يوسف

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۱﴾ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲﴾

الٓرٰ ، د آیتونه دداسی کتاب دی چه صفا صفا بیان کوی ﴿۱﴾
یقیناً نازل کړی دی مونږ داکتاب قرآن په واضحه ژبه دپاره ددی چه تاسوپوهه شئ ﴿۲﴾

سورة يوسف

ربط: د سورة یوسف دسورة هود سره دادی چه په سورة هود کښی ذکر دمصیبتونو دپردو خلقودطرف نه په دعوت کوونکی دتوحید باندی وو اوپه دی سورة کښی ذکردمصیبتونو دی د رونړو دطرف نه په داعی دتوحید باندی، دوهم ربط دادی چه دا سورة تفصیل او تفسیردی داخری آیت دسورة هود -
دعویٰ ددی سورة: ددی سورة دری دعوی دی، اوله دعویٰ داچه ثابتول دتوحید دی په پنځوطریقوسره اوله طریقه ردد شرک په علم کښی یعنی چه یعقوب علیه السلام عالم نه وو دځامنوپه مکرونو اونه په حال د یوسف علیه السلام په کوهی کښی اونه په جیل کښی، اونه په حال دعزت اواقتدارکښی د (۸) نه تر(۱۱) پوری او (۱۵) او (۸۷) کښی ، دوهمه طریقه رد دشرک دی په تصرف کښی چه یعقوب علیه السلام هیڅ ضرر نه شو دفع کولی نه د یوسف علیه السلام نه او نه د نوروځامنونه (۱۰۱،۶۷،۴۰،۳۹،۲۱،۱۸) او دریمه طریقه رد دشرک دی په بندگئ کښی (۴۰) اوڅلورمه طریقه رد دی په ټولو اقسامودشرک باندی (۱۰۸،۱۰۶) اوپنځمه طریقه ذکر د پنځلس اسماءِ حسنیٰ د اللّه تعالٰی دی -
دوهمه دعویٰ : ریښتینوالی درسول ثابتول دی په ددوطریقوسره - اوله طریقه په ذکردوحی سره دی نبی ﷺ ته (۳) کښی - دوهمه طریقه، چه دا نبی ﷺ حاض ناظرنه وو (۱۰۲) کښی -
دریمه دعویٰ: تسلی ورکول دی رسول اللّٰه ﷺ ته په بیان دصبر دیعقوب علیه السلام او دیوسف علیه السلام په تفصیل ددی واقعی سره اوپه آیت (۱۱۰) کښی هم -
خلاصه دسورة:س په دی سورة کښی تر (۷) پوری تمهید دی اوبیا ذکر ددولس مقاماتو دو اقعی د یوسف علیه السلام دی - اوپه آخرکښی ذکر دشپږو خبرو دی -
تفصیل دخلاصی دادی: تهمید تراووم آیت پوری دی اول ریښتینوالی دقرآن دپاره دترغیب (۲،۱) کښی دوهم ذکر دصدق درسول (۳) کښی اودریم ذکر دسبب د واقعی دیوسف علیه السلام دی چه هغه خوب لیدل دهغه دی اودهغی ادب او دهغی نتیجی ذکرکول دی په (۶،۵،۴) کښی -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی بیان دصدق د کتاب اللّه دی اومراد په (الْمُبِينِ) سره دادی چه په خپله هم واضح دی او وضاحت کوونکی دی دحق او دباطل او تِلْكَ کښی اشاره ده دی سورة ته -
[۲] په دی آیت کښی هم صدق دقرآن دی په دریوطریقوسره اول داچه اللّه تعالٰی نازل کړی دی دوهم داچه جمع کړی شوی دی ځکه چه قرآن مجموع ته وائی اودلوستلودپاره دی او دریم داچه واضح بیان والادی ځکه چه عربی په اصل کښی واضح ته وائی اوپه دی آیت کښی ذکردفائدی دانزال دقرآن دی په (لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ) سره - مراد ددی دادی چه ځان پوهه کړئ په حقانیت دقرآن اوپه معانی دده اوپه حکمتونو دده (قُرْآنًا عَرَبِيًّا) دادلیل دی په دی خبره باندی چه په قرآن کښی عجمی الفاظ نیشته - دارنگ که عجمی په کښی وی نومعلومه به شی چه اللّه تعالٰی په دغه ځای کښی دعربی لفظ نه عاجز وو اودعجز نه خو اللّه تعالٰی پاک دی اوکوم چه د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه قسطاس، سجل وغیره الفاظ عجمی دی دهغی مقصد دادی چه دا الفاظ دعربو نه عجمو ایزده کړل اوبیا عربو نه استعمالول اوپه عجموکښی مشهورشول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>