وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۹ هود

وَكُلًّا نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءَكَ فِي هَذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۲۰﴾ وَقُلْ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُونَ ﴿۱۲۱﴾ وَانْتَظِرُوا إِنَّا مُنْتَظِرُونَ ﴿۱۲۲﴾ وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۱۲۳﴾

اوهریولره بیانوو مونږپه تاباندی دخبرونودرسولانونه هغه چه کلکوو په هغی سره زړه ستا اوراغلی دی تاته په دی قصوکښی حق بیان اونصیحت اویاداشت دپاره دمؤمنانو ﴿۱۲۰﴾
او اوایه هغه کسانو ته چه ایمان نه لری عمل کوئ‌ تاسوپه خپله طریقه باندی یقیناً مونږهم عمل کؤو (په خپلی طریقی سره) ﴿۱۲۱﴾
او انتظارکوئ مونږهم انتظار کوونکی یو ﴿۱۲۲﴾
اوخاص اللّه تعالٰی لره دی (علم او اختیار) دپټوڅیزونو دآسمانونو او دځمکی اوخاص هغه ته گرځولی به شی کارونه ټول پس بندگی کوه خاص د اللّه تعالٰی اوځان سپاره په هغه باندی اونه دی ستارب غافل دهغه عملونو چه کوئ ئی تاسو ﴿۱۲۳﴾

[۱۲۰] هرکله چه مخکښی آیت کښی اختلاف اوبیا تخویف بیان شو نودی آیت کښی دفع دعذر د خلقو کوی په رالیږلو درسولانوسره اوپه دی آیت کښی ئی دقصو درسولانوڅلور فائدی بیان کړی دی - اول تثبت دزړه په ذکردمصائیبو دانبیاؤ سره - دوهم الْحَقُّ، یعنی توحید صحیح عقیدی اواعمال - دریم مَوْعِظَةٌ، یعنی تخویف اوزجردمنهیاتونه - څلورم ذِكْرَى، یعنی اداب او طریقی ددعوت کولو اوهرکله چه په دی سورة کښی داقصی تیری شوی دی نوځکه ئی دلته دهغی فائدی ذکرکړی -
[۱۲۲،۱۲۱] روستو دتفصیلی بیان نه اودفائدو دقصونه اعلان دبرائت دی (إِنَّا عَامِلُونَ) ددی نه مراد کارددعوت دی ځکه چه دنبی عمل دعوت الی التوحید دی -
[۱۲۳] په دی آیت کښی اعاده دمقاصدو ددی سوره ده په اول دواړو جملوکښی رد دشرک فی العلم اوشرک فی التصرف دی په دریمه جمله کښی رد دشرک فی العبادت دی په څلورمه جمله کښی تشجیع ده اوپه پنځمه جمله کښی تسلی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>