وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۸ هود

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ ﴿۱۱۷﴾ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴿۱۱۸﴾ إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۱۹﴾

او نه دی ستا رب چه هلاک کړی کلووالا په وجه دظلم دهغوی اوحال داچه اوسیدونکی دهغی اصلاح کوونکی دی ﴿۱۱۷﴾
اوکه غوښتلی ستارب خامخا گرځولی به ئی وی خلقولره یوه ډله اوهمیشه به دوی اختلاف کوونکی وی ﴿۱۱۸﴾
مگرهغه څوک چه ستارب په هغوئ رحم اوکړی اوددی دپاره ئی دوئ پیدا کړی دی اوپوره شوی ده فیصله درب ستا خامخابه ډک کړم جهنم لره دپیریانو او انسانانونه په یوځای ﴿۱۱۹﴾

[۱۱۷] په دی آیت کښی ددعوت دکولوفائده ئی ذکرکړه ځکه چه مصلحین نه مراد دعوت حق کوونکی دی یعنی عادت الٰهیه جاری دی چه څوپوری په یوکلی کښی دعوت کوونکی موجود وی نوهغه کلی لره دهغوی شرک وغیره په وجه باندی عذاب نه ورکوی داسی په سورة انعام (۱۳۲) کښی هم تیرشوی دی - نود أَهْلُهَا نه مراد بعضی اهل دی یعنی دعوت کوونکی دحق اوبعضومفسرینولیلکی دی چه مراد اهل نه کافران دی اومراد مصلحون نه اصلاح کول دمعلاملاتودی یعنی داچه صرف په شرک باندی عذاب استیصالی نه ورکوی تردی پوری چه هغوی ظلمونه شروع کړی -
[۱۱۸] په آیت کښی اشاره ده دی ته چه دمصلحینوکار د اللّه تعالٰی دمشیت نه بغیر فائده نشی ورکولی هرکله چه اللّه تعالٰی اراده ددی نه ده کړی چه ټول خلق په یودین جمع شی ددی وجی نه خلق په مختلفو دینونو په ډلو کښی تقسیم شوی دی اومراد ددی اختلاف نه اختلاف دباطل پرستودی په کورنئ کښی چه هره ډله په باطله باندی وی -
[۱۱۹] ددی نه مراد مؤمنان مؤحدین دی چه په دوی کښی اختلاف دعقیدی او اصولی اختلاف نیشته - اوفرعی اختلاف په حقیقت کښی اختلاف نه دی بلکه حقیقت اوفراخی ده (رَحِمَ رَبُّكَ) مراد درحمت نه توفیق دهدایت او دحق دی (وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ) اشاره ده اختلاف او رحمت دواړوته یعنی څوک ئی داختلاف دپاره اوڅوک ئی رحمت دپاره پیداکړی دی اوپه دی کښی اشاره ده تقدیرته (لَأَمْلَأَنَّ) یعنی بغیردانس او جن نه په کښی بل څه نه اچوی - لَأَمْلَأَنَّ، تفسیر د كَلِمَةُ، دی اودا دلیل دی چه دجهنم او دجنت دپاره دانسانانواودجناتوتقدیروړاندی شوی دی اوپه دی کښی ډیراحادیث صحیحه راغلی دی او الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ نه مراد هغه مختلفین دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>