وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۷ هود

وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ ﴿۱۱۴﴾ وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۱۵﴾ فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۱۱۶﴾

اوپابندی کوه دمونځونو په دواړه طرفونود ورځی اوپه اولنی ساعتونو د شپه کښی یقیناً ښه عملونه بوزی بدولره دا نصیحت دی دپاره دنصیحت قبلؤنکو ﴿۱۱۴﴾
اوصبرکوه پس یقیناً اللّه تعالٰی نه بربادوی ثواب دښائسته عمل کوونکو ﴿۱۱۵﴾
پس ولی نه وو دهغه پیړونه چه ستاسو نه پخواوی پوهی والا خلق چه منع ئی کوله دگناهونونه په ځمکه کښی مگرلږکسان دهغه کسانونه چه بچ کړل مونږ هغوئ‌ ددوی نه او اولږیدل هغه کسان چه ظلم کړی وو (په مینه) دهغه مال کښی چه مست کړی شویؤ و په هغی کښی اودوئ وو جرمونه کوونکی ﴿۱۱۶﴾

[۱۱۴] په دی آیت کښی امردمونځونو کولو دی په پنځه اوقاتوکښی اودهغی دوه فائدی ئی بیان کړی دی اوداڅلورم ادب دی طَرَفَیْن دورځی نه مراد صبا او ماځیگردی او ماسپخین په کښی هم داخل دی ځکه چه طرف نصف ته هم وئیلی کیدی شی او (زُلَفًا) کښی ماښام او ماسخوتن داخل دی - زلف نزدیکت ته وائی یعنی هغه حصی دشپی چه ورځی ته نزدی وی اول داچه نمرپټ شی دوهم داچه شفق پټ شی (إِنَّ الْحَسَنَاتِ) په دی کښی اوله فائده ذکرکوی هغه داچه مونځونه په ښائسته طریقه کولوسره گناهونه معاف کوی او دگناهونونه بچ کول دی اودبدو صفتونو او نومونونه ساتنه کوی (ذَلِكَ ذِكْرَى) دا دوهمه فائده ده چه مونځ کوئ دا ذکردی او نصیحت دپاره مجموعه ده او دیاداشت د اللّه تعالٰی دپاره ذریعه ده -
[۱۱۵] په دی آیت کښی پنځم ادب ذکرشو اوهرکله چه داټول صفتونه انسان کښی جمع شی نوهغه ته محسن وائی -
[۱۱۶] هرکله چه تیرشوی آیتونو کښی ددعوت کوونکی ‌ذمه واری ئی ذکر کړه نوپه دی آیت کښی ددعوت پری خودلو ناکاره نتیجه ذکر کوی چه سبب دعذاب دی - یعنی په تیرشوو قومونو عذابونه ددی وجی نه راغلل چه دهغوی هوښیارو خلقو نهی عن المنکر نه کوله اوکومو لږ کسانو چه کوله هغه اللّه تعالٰی ددوی نه بهرویستل (أُولُو بَقِيَّةٍ) په معنیٰ دخیراو فضل (علم) او اصحاب الرائ دی (وَاتَّبَعَ الَّذِينَ) دا دوهم سبب دعذاب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>