وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۲۳ يوسف

وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶﴾ لَقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ ﴿۷﴾ إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۸﴾

اودغسی غوره به کړی تالره ستارب اوبه ښائی تاته حقیقت دخبرو اوپوره به کړی خپل احسان په تاباندی اوپه اولاد دیعقوب علیه السلام باندی لکه چه پوره کړی دی احسان ستاپه نیکونو ددی نه مخکښی چه ابراهیم علیه السلام او اسحاق علیه السلام وو یقیناً ستا رب په هرڅه پوهه او حکمت والادی ﴿۶﴾
په تحقیق شته په قصه دیوسف علیه السلام او د رونړو دهغه کښی عبرتونه دی دتپوس کوونکودپاره ﴿۷﴾
هرکله چه دوی اوئیل ضرور یوسف اودهغه خپل رور زیات خوښ دی ځمونږپلارته ځمونږنه اوحال داچه مونږ پوره ډله یو یقیناً زمونږپلارپه سادگئ ښکاره کښی دی ﴿۸﴾

[۶] په دی کښی تسلی ورکول دی دیعقوب علیه السلام یوسف علیه السلام ته په دری څیزونو سره - اول اجتباء اومراد په اجتباء سره غوره کول دیوتن دی دپاره دلویوکارونو چه هغه دعوت دتوحید دی اوصبردی په تکالیفو - دوهم څیزتعلیم دی دتاویل الاحادیث - په تاویل الاحادیث کښی دوه تفسیره دی اول داچه مراد ددی نه تعبییر دخوبونودی دوهم داچه مراد ددی نه دلیلونه دتوحید اوواقعات دامتونو مخکنو دی، اودریم څیزاتمام نعمت دی اومراد ددی وحی اونبوت دی اومراد په ال یعقوب سره بنی اسرائیل دی ځکه چه په هغوی کښی ډیرپیغمبران رالیږلی شوی دی (وَكَذَلِكَ) کاف دپاره دتشبیه دی اومشبه بهِ دغه خوب دی چه بیان شو یاکاف په معنیٰ دلام تعلیلیه سره دی (أَبَوَيْكَ) دادلیل دی چه اب په نیکونوباندی اطلاق کیږی یوسف بن یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم علیهم السلام -
[۷] په دی آیت کښی اشاره ده هغه فائدوته چه موجود دی په واقعه دیوسف علیه السلام کښی په (آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ) کښی دوه تفسیره دی اول تفسیردادی چه مراد د سائلین نه دمکی مشرکان دی ځکه چه هغوی د رسول اللّٰه ﷺ نه تپوس کړی وو په خودنه دیهودیانو سره چه د بنی اسرائیلو اصلی وطن شام وو نود موسیٰ علیه السلام په وخت کښی په مصرکښی څنگه اوسیدل؟ نوحاصل دجواب دادی څنگه چه رونړو دیوسف علیه السلام دحسد وجی نه یوسف علیه السلام د ملک نه اویستو اوپه کوهی کښی دری ورځی پاتی شو اوبیا بادشاهئ ته ورسید اوبیا رونړوتری معافی اوغوښته او هغه اوفرمائیل چه (لاتثریب علکیم الیوم) اودوی به هغه تابع شی - اوهم دغسی په فتح مکه کښی اوشول - دوهم تفسیردادی چه مراد دسائلین نه هغه خلق دی چه تحقیق کوی په واقعه دیوسف علیه السلام کښی اودهغی نه عبرتونه او حکمتونه اوډیری مسئلی راوباسی -
[۸] ددی آیت نه قصه دیوسف علیه السلام شروع کیږی اوهغه په دولس مقاماتو تقسیم ده اول مقام تر (۱۸) پوری دی، په دی مقام کښی ذکرکیږی مکرونه کول دځامنو دپلارسره په باره دیوسف علیه السلام کښی په پنځوطریقوسره - اول غائبانه مشوره کول، دوهم دپلارمخامخ دمکرخبری کول، دریم په کوهی کښی غورځول، څلورم په دورغه ژړا کول اوپنځم په قمیص په دروغه وینه لږول اوپه دی ټولو کښی ابتلاء ده په یعقوب علیه السلام اوپه یوسف علیه السلام باندی ، په دی (۸) آیت کښی طعن کول دځامنودی په یعقوب علیه السلام باندی په زیات محبت کولو دیوسف علیه السلام اوهغه رورسره اوحکم کول دی په پلارباندی دیقینی غلطی - اودادواړه گناهونه کبیره دی - زیات محبت دیعقوب علیه السلام دیوسف علیه السلام سره دوجی دهغه خوب نه وو چه هغی دلالت کوودیوسف علیه السلام په کمال باندی - اومراد دضلال نه ضلال ددین نه دی ځکه چه نبی ته ددینی گمراهی نسبت کول کفروی لکه قرطبی او مدارک لیکلی دی - بلکه مراد ددی نه غلطی دتدبیر او سادگئ ده - اودا تفسیرقرطبی ذکرکړی دی - په دی آیت کښی دلیل دی چه حسد انسان لره دپلارپه بی عزتئ کولو اماده کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>