يَعْتَذِرُونَ ۴۸۶ هود

وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ ﴿۳﴾ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴﴾ أَلَا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۵﴾

اوبخنه غواړئ‌ درب دخپل نه او توبه اوباسئ‌ هغه ته نودربه کړی تاسوته مزی ښائسته ترنیټی مقررپوری اووربه کړی هرغوره عمل والا ته غوره جزا دهغه اوکه تاسو مخ واړؤ پس یقیناً زه ویریږم په تاسوباندی دعذاب دورځی لوی نه ﴿۳﴾
خاص اللّه تعالٰی ته ورگرځیدل ستاسو دی اوهغه په هرڅیزباندی قدرت والا دی ﴿۴﴾
خبرداردوی رانغاړی سینی خپلی (په دشمنئ‌ دحق سره) دی دپاره چه ځان پټ کړی دهغه نه خبردار کله چه دوی ځان پټوی په جاموخپلوکښی نوپوهیږی اللّه تعالٰی په هغی چه پټوی دوئ اوپه هغی چه ښکاره کوی دوئ یقیناً اللّه تعالٰی پوهیږی دسینوپه خبروباندی ﴿۵﴾

[۳] دوهم داچه استغفار مطلب دادی چه مخکښی کوم کفراوشرک ئی کړی دی نودهغی نه بخنه اوغواړی - نوتوبه داده چه اللّه تعالٰی ته ورورگرځئ په طاعت اوپه توحید سره اوددی دوه فائدی ئی ذکرکړی دی یو (مَتَاعًا حَسَنًا) چه هغه اطمینان د ژوند دی اودهغی تفصیل په سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی دی اودوهم (وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ) یعنی خاوند د ښائسته عمل ته زیاته جزا ورکول چه هغه جنت دی (وَإِنْ تَوَلَّوْا) دترغیب نه روستو تخویف دی -
[۴] په دی آیت کښی ویره اخروی ده (قَدِيرٌ) اشاره ده هغه انعامات او عذابونه چه مخکښی آیت کښی ذکرشول سره ددوباره ژوند نه چه په دی ټولوڅیزونو قادر دی -
[۵] دا دوهمه دعوه دسورة ده - یعنی اللّه تعالٰی په هرڅه عالم دی دهغه نه څه شی پټ نیشته - اوپه دی آیت کښی ذکرد دشمنئ دی دمشرکانو دپیغمبرانو او د مؤمنانوسره معنیٰ داده چه دوی دپیغمبراو مؤمنانو سره په زړونوکښی پټه دشمنی ساتی اوخیال ئی دادی چه اللّه تعالٰی ددی نه خبرنه دی لیکن اللّه تعالٰی فرمائی که دوی په ځان باندی جامی واچوی اوپه زړونوکښی دشمنی پټه اوساتی نوهم اللّه تعالٰی په هغی خبردی (لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ) ضمیرد مِنْهُ اللّه تعالٰی ته راجع دی په زعم ددوی سره یارسول ته راجع دی اوپه دی آیت کښی منافقان او حسد کوؤنکی دحق سره هم داخل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>