وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۸۷ هود

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۶﴾ وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَلَئِنْ قُلْتَ إِنَّكُمْ مَبْعُوثُونَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۷﴾ وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَى أُمَّةٍ مَعْدُودَةٍ لَيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۸﴾

اونشته هیڅ زنده سرپه ځمکه کښی مگرپه اللّه تعالٰی باندی روزی دهغوی ده اوپوهیږی اللّه تعالٰی په ځای د آرام دهغوی اوپه ځای دامانت دهغوی داټول په کتاب ښکاره کښی دی ﴿۶﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی دی آسمانونه او ځمکه په اندازه د شپږو ورځو کښی او وو عرش د اللّه تعالٰی په اوبوباندی دی دپاره چه ازمیښت اوکړی ستاسو چه کوم یو ستاسو ښائسته عمل والا دی اوکه ته اوائی یقیناً تاسو به پورته کیدی شئ پس دمرگ نه خامخا وائی کافران چه نه ده دا خبره دروغ دی ښکاره ﴿۷﴾
اوکه روستو کړو مونږ ددوی نه عذاب (ددنیا) تریو مودی لږی پوری خامخا دوی وائی چه څه څیزبند کړو عذاب لره خبردارپه کومه ورځ چه راشی دوی ته نو وابه نه ړولی شوی ددوی نه اورا گیربه کړی دوئ‌ لره هغه شی چه دوئ په هغی پوری ټوقی کوی ﴿۸﴾

[۶] په دی کښی ددوهمی دعوی دوهم جزدی یعنی کارسازاو ذمه واردرزق صرف اللّه تعالٰی دی تفسیر د مُسْتَقَرَّ او د مُسْتَوْدَعَ سورة انعام کښی تیرشوی دی (كِتَابٍ مُبِينٍ) مراد ددی نه لوح محفوظ دی اوهغه کتاب دتقدیرهم دی - داآیت دلیل دی په تقدیرمطلق باندی (دَابَّةٍ) په اصل په لغت کښی هرهغه څیزته وئیلی شی چه په ځمکه باندی گرځی اوپه عرف کښی چارپایانوته وئیل شی اوخاص کرآس ته وئیلی شی دلته عامه معنیٰ مراد ده چه په هغی کښی انسانان داخل دی (عَلَى اللَّهِ) داوجوب تفضلی دی ایجابی نه دی یعنی اللّه تعالٰی ځان باندی دا ذمه واری کیخودلی ده -
[۷] ددی آیت په اوله حصه کښی ذکر دتصرف او خالقیت د اللّه تعالٰی دی متعلق دی دمخکښی آیت سره چه خالق هم اللّه تعالٰی دی لکه چه رازق دی اودوهمه حصه کښی زورنه ده په انکارد بعث بعدالموت باندی ځکه دآیت اوله حصه په عظیم قدرت د اللّه تعالٰی باندی دلالت کوی نوبعث بعدالموت باندی هم قادر دی نوانکارکوونکی د ډیری زورنی مستحق دی (وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ) حدیث دبخاری دلالت کوی په دی باندی چه د آسمانونو او ځمکونه مخکښی اللّه تعالٰی عرش پیدا کړی وو - اوعرش د اللّه تعالٰی په اوبوباندی وؤ - بیائی روستو آسمانونه او ځمکه پیداکړل - اوددی په ظاهرباندی ایمان لرل لازم دی تاویل ددی کول چه معنیٰ داده چه بادشاهی په ټولو موجوداتو ده او کان زائد دی داقول دمعتزله اوبعضی متصوفه دی اوباطل دی (أَحْسَنُ عَمَلًا) دفضیل بن عیاض نه نقل دی چه احسن عمل هغه دی چه په هغی کښی اخلاص وی یعنی دشرک او دریاء‌ نه پاک وی - اوهغه په طریقه دسنت باندی وی که په دی دواړو یو جزکم وی نوښائسته عمل ورته نشی وئیلی کیدی اودارنگ‌ په سورة کهف (۷) او سورة ملک (۲) کښی ذکردی (لِيَبْلُوَكُمْ) مراد دبلاء نه حقیقت خودل دی یعنی دنیا کښی هرڅوک گمان کوی چه ځما عمل ښائسته دی لیکن اللّه تعالٰی به ددی حقیقت اوښائی په ورځ دقیامت کښی لیکن حقیقت دڅیزونو په امتحان سره معلومیږی په نیزدانسانانو ددی وجی نه دی ته ابتلاء وئیلی شی - اومکان دابتلاء دنیا ده ددی وجی نه لیبلوا متعلق دی په خلق پوری (سِحْرٌ مُبِينٌ) دلته په معنیٰ ددروغ اود باطل دی لکه چه قاموس لیکلی دی معنیٰ جادن دلته کښی نه صحیح کیږی ځکه چه هذا اشاره ده قول دبعث بعدالموت ته -
[۸] دی آیت کښی بله زورنه ده منکرینو ته اوویره ده په عذاب دنیوی سره (أُمَّةٍ مَعْدُودَةٍ) أُمَّةٍ په قرآن کښی په ډیرو معانوسره دی لکه چه په تفسیرد سورة بقره کښی ذکر دی نودلته په معنیٰ دمدد سره دی (مَا يَحْبِسُهُ) داپه طریقه داستهزاء سره دی (مَصْرُوفًا) یعنی اللّه تعالٰی راولی اود هیچ چا طاقت نه رسی چه هغه عذاب بل خوا واړوی (يَسْتَهْزِئُونَ) مضاف حذف دی یعنی وبال او (مَا كَانُوا) کښی مصدریه دی (وبال استهزائهم) یا ما په معنیٰ دعذاب دی او یستهزءون په معنیٰ د یستعجلون دی یعنی هغه عذاب چه دوی په تلوار سره غوختلو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>