يَعْتَذِرُونَ ۴۸۵ هود

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ ﴿۱﴾ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ ﴿۲﴾

الٓرٰ - داکتاب دی چه دحکمت نه ډک شوي دي آیتونه دده بیا واورئ چه تفصیل کړی شوی دی (دضروری مسائلو) دطرف د حکمت والا خبردار ذات نه دی ﴿۱﴾
چه مه کوئ بندگی دهیچ چا سیواد اللّه تعالٰی نه یقیناً زه ستاسو دپاره دطرف دهغه نه ویره درکوونکی او زیری درکوونکی یم ﴿۲﴾

سورة هود

ربط: ددی سورة مخکښی سورة سره دادی چه په سورة یونس کښی په مسئله دتوحید باندی عقلی دلیلونه بیان شول نوپه دی سورة کښی په هغه مسئله باندی دلیلونه نقلی دپیغمبرانونه بیانوی - دوهم ربط دادی چه په هغه سورة کښی تفصیل دمسئله دتوحید وو نوپه دی سورة کښی په تبلیغ دهغی سره تشجیع ورکوی -
دعویٰ ددی سوره: څلوردی - اول رد دشرک فی العبادات دوهم آیت کښی دوهم رد دشرک فی العلم اوفی التصرف پنځم او شپږم ایتونوکښی - دریم تشجیع او ترغیب په تبلیغ دتوحید باندی په دولسم (۱۲) آیت کښی - څلورم تسلی په (۱۷) کښی -
خلاصه: ددی سورة داده چه دی سورة کښی دری بابونه دی اول باب (۲۴) آیت پوری دی په دی باب کښی ترغیب دی قرآن ته او څلور دعوی دسورة دی اوزجرونه دی انکارکوونکوته اوویره اخروی ده منکرینوته اوزیری دی دپاره دمنونکو -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی روستو دذکر داعجاز دقرآن نه په الٓرٰ سره ترغیب دی قرآن پاک ته په بیان دریو صفاتو اول صفت (أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ) ددی یو معنیٰ داده چه دحکمت نه ډک کړی شوی دی آیتونه دده - دوهمه معنیٰ داده چه محکم آیتونه دی نقصان او فساد په کښی نه راځی - دریمه معنیٰ داده چه داکتاب په بل کتاب سره نه منسوخ کیږی - دوهم صفت (ثُمَّ فُصِّلَتْ) معنیٰ ئی داده چه بیان دتوحید اود اصولی مسائلوپه تفصیل سره کړی شوی دی - او ثُمَّ لفظ‌ دتعقیب ذکری دپاره دی یا معنیٰ داده چه جداجدا او لږلږ نازل کړی شوی دی - دریم صفت دادی (مِنْ لَدُنْ) مطلب دادی چه داکتاب محکم ځکه دی چه دطرف د حَكِيم، نه دی اوتفصیل په کښی ځکه دی چه دطرف د خَبِير نه دی -
[۲] دی آیت کښی اوله دعویٰ دسورة ده چه اللّه تعالٰی سره بندگئ‌ کښی شریک مه جوړوئ اوورسره صدق رسول دی (أَلَّا تَعْبُدُوا) دامفعول له د أُحْكِمَتْ او فُصِّلَتْ دی په تقدیر دلام سره لئلاتعبدوا او دا دلیل دی چه اصل مقصد دقرآن رد دشرک دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>