يَعْتَذِرُونَ ۴۸۴ يونس

قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ ﴿۱۰۸﴾ وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّى يَحْكُمَ اللَّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۱۰۹﴾

اوایه ته ای خلقو یقیناً راغلی دی تاسوته حق دطرف درب ستاسونه پس څوک چه روان شوپه دی حق پس یقیناً روان دی دی دپاره دفائدی خپلی اوڅوک چه واوړیدو دحق نه پس یقیناً داوړیدو تاوان به په ده باندی وی اوزه نه یم ستاسو ذمه وار ﴿ ۱۰۸ ﴾
اوتابع اوسه دهغه څه چه وحی کیدی شی تاته اوصبرکوه ترهغی چه فیصله اوکړی اللّه تعالٰی او هغه غوره دفیصله کوونکو نه دی ﴿ ۱۰۹ ﴾

[۱۰۸] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن پاک ته دپاره دزائل کولو دشک اود الْحَقُّ نه مراد قرآن یا تفصیل دتوحید دی چه بیان دقرآن ټول حق دی اودهغی په باره کښی ئی دوه ډلی ذکر کړی دی -
[۱۰۹] داتسلی او تشجیع ده پیغمبرته په دعوت دتوحید اوپه اتباع دوحی سره اوپه صبرکولوسره په تکلیفونوباندی ترفیصلی د اللّه تعالٰی پوری مراد دفیصلی د اللّه تعالٰی نه عذاب ورکول دی منکرینوته یاتوفیق ورکول دایمان دی-

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>