يَعْتَذِرُونَ ۴۸۳ يونس

وَلَا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۶﴾ وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۷﴾

اومه وایه رامدد شه سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه چاته چه نه نفع رسولی شی تاته اونه ضرر رسولی شی تاته پس که اوکړوتاداکار پس یقیناً ته په دغه وخت کښی به ئی دظالمانونه ﴿ ۱۰۶ ﴾
اوکه اورسوی تاته اللّه تعالٰی څه تکلیف پس نیشته څوک لری کوونکی د هغی سیوا د اللّه تعالٰی نه اوکه اراده اوکړی ستادخیر پس نیشته هیڅ څوک واپس کوونکی دفضل دهغه رسوی اللّه تعالٰی (داضرر او خیر) هغه چاته چه اوغواړی دبندگانوخپلو نه او اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کوونکی دی ﴿ ۱۰۷ ﴾

[۱۰۶] دی آیت کښی رد دشرک فی الدعا دی اودا یوقسم دی دشرک فی العبادت نه چه سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ مخلوق لائق دبلنی او دحاجت غوښتلو نیشته ځکه چه مخلوق اختیارمند دنفع او ضرر نه دی اوپه دی آیت کښی ظالم وئیلی شوی دی هغه چاته چه اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته رامدد شه وائی - او خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد ترینه عام انسانان دی -
[۱۰۷] داپه شان دعلت دی دمخکښی آیت دپاره چه لائق دبلنی بل څوک ځکه نیشته چه ضررلری کول یاخیرورکول صرف د اللّه تعالٰی صفت دی اوپه دی آیت کښی رد شرک فی التصرف دی (لِفَضْلِهِ) دی کښی اشاره دی ته چه اراده دخیرد اللّه تعالٰی دطرف نه داهم فضل دی اوخیرورکول دوهم فضل دی - (يُصِيبُ بِهِ) په دی کښی اشاره ده چه تقسیم دفضل د اللّه تعالٰی په مشیت سره دی نوکه دچانه فضل بند شی نودوجی دقدرت دغیراللّه نه نه دی بلکه په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی ، بِهِ، ضمیرصرف فضل ته راجع دی یاضرراوفضل هریوته راجع دی - (سوال) دضررسره مس ذکرکړی دی اودخیرسره اراده؟ جواب (۱) داذکرپه طریقه داکتفاء سره دی یعنی دمس سره اراده هم مراد ده اودارادی سره مس هم مراد دی لیکن ذکر دیو ئی اوکړو اوبل ئی حذف کړو - جواب (۲) انسان ته چه معمولی ضرر اورسی نوډیرفریادونه کوی اودخیراظهار هله کوی چه ډیروی اوداسی په سورة انعام (۱۷) کښی دی لیکن په دی سورة کښی دشک دلری کولودپاره تفصیل ضروری وؤ نوځکه دخیرپه جانب کښی اراده اوفضل ئی ذکرکړو اوسورة انعام کښی دلیلونو ذکرکول مقصد وؤ په هغی کښی اختصارهم کافی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>