يَعْتَذِرُونَ ۴۵۰ يونس

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۳﴾ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ ﴿۴﴾

یقیناً رب ستاسو اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه پیدا کړی ئی دی آسمانونه او ځمکه په اندازه دشپږو ورځوکښی بیا برابرشوی دی په عرش باندی (دخپلی شان مناسب) انتظام کوی دټولوکارونو نیشته هیڅ سفارش کوونکی مگرپس دهغه داجازت نه دا صفتونو والا اللّه تعالٰی رب ستاسودی پس بندگئ کوئ‌ هغه لره آیا پس نه اخلئ نصیحت تاسو ﴿ ۳ ﴾
خاص هغه ته گرځیدل ستاسو دټولو دی وعده کړی ده اللّه تعالٰی وعده حقه یقیناً هغه اول پیداکوی مخلوق بیابه دوباره پیدا کوی هغه دی دپاره چه بدله ورکړی هغه کسانوته چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی نیک په انصاف سره اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی دوی لره څکل دی د یشیدلو اوبونه اوعذاب دردناک دی په سبب دهغی چه دوی کفرکوی ﴿ ۴ ﴾

[۳] دابیان دوحی دی چه انااوحینا کښی ذکرده اودلیل عقلی دی په توحید باندی اوپه دی آیت کښی رد شفاعت قهری دی اوپه هغی باندی تفریع ده په لفظ د فَاعْبُدُوهُ (إِنَّ رَبَّكُمُ) په دی کښی اثبات دتوحید د ربوبیت دی اودلته رب په معنیٰ د حاجات پوره کوؤنکی یاپه معنیٰ د حقدار دبندگئ دی (اللَّهُ الَّذِي) په دی کښی ذکردمعرفت د اللّه تعالٰی دی په دری صفتونوسره (۱) خالق دی (۲) دعرش دپاسه دی (۳) تدبیرکوؤنکی دی معنیٰ د سِتَّةِ أَيَّامٍ او اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ تفسیرپه سورة اعراف کښی ذکرشوی دی (الْأَمْرَ) الف لام دپاره داستغراق دی یعنی ټول څیزونه او کارونه یعنی دا انتظام ئی هیڅ قطب او غوث وغیره ته سپارلی نه دی (مَا مِنْ شَفِيعٍ) دارد دی په عقیده دمشرکانوباندی چه هغوی وائی چه مونږ خپل معبودان خالق او مدبرنه گنړو لیکن سفارشان ئی گنړو (فَاعْبُدُوهُ) په دی کښی رد دی په شرک فی العبادة باندی -
[۴] دتذکیر دتوحید نه روستو په دی آیت کښی اثبات دآخرت دی په دری جملوکښی اوبیا زیری دی مؤمنانوته او ویره اخروی ده دپاره دکافرانو او دا آیت بیان د انذر او بشر دی (لِيَجْزِيَ) لام متعلق دی مرجعکم یا د یعیده سره اودا حکمت دبعث بعدالموت دی (بِالْقِسْطِ) دا متعلق دی دیَجزِی سره او قسط صفت د اللّه تعالٰی دی یعنی جزاء‌ د مؤمنانو په عدل سره ورکوی یاقسط صفت د مؤمنانو دی یعنی توحید او نیک اعمال ددوی سبب دجزاء دی نوبا سببیه ده (مِنْ حَمِيمٍ) په مِن سره اشاره ده چه دا یونوعه ده د مشروب او ددی نه علاوه نومشروبات هم شته دی (بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ) دا مقابل دی د بالقسط سره په دوهمه معنیٰ سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>